د جرمني د دفاع وزير توماس دي مايزيري له بِلد ام سونتګ ورځپاڼې سره په خپله مرکه چې نن به خپره شي دغه خبرې وکړې.
د جرمني د دفاع وزير وايي هغه ځواکونه يې چې په افغانستان کې پاتېږي د افغان ځواکونو پر روزنې به تمرکز کوي.
دي مايزيري دا هم وويل چې د دوى ځواکونه به په کافي اندازه په وسلو سمبال وي چې د خپلو ځانونو دفاع وکړاى شي او دغه ځواکونه به حربي يا جنګي نه وي.
جرمني دا مهال په افغانستان کې ٥٣٥٠ سرتېري لري چې اکثره يې د افغانستان په شمال کې دېره دي، د ناټو له لوري د ټاکل شوي مهالوېش له مخې جرمني ځواکونو له افغانستانه په وتلو پيل کړى او شمېر به يې ٤٩٠٠ ته راکم شي.
ټاکل شوې بهرني ځواکونه تر ٢٠١٤م کاله پورې له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان امنيتي مسووليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري. د امنيتي مسووليتونو د سپارلو لومړى پړاو بشپړ شوى او ټاکل شوې دويمه مرحله يې په نژدې راتلونکي کې پيل شي.
تر امريکا او بريتانيا وروسته جرمني د سرتېرو د شمېر له مخې درېيم مهم هېواد دى.
له ٢٠٠١م کال راهيسې چې جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پيل کړى، ٥٣ سرتېري يې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا تر ټولو اوږده موده ده چې جرمني ځواکونه له خپل هېواد څخه دباندې- په افغانستان کې د يوې لسيزې په جګړه کې ښکېل دي، په جرمني کې دننه له دغه ماموريت څخه د ولس ملاتړ کم شوى دى.