جمهور ریس حامد کرزی به په راتلونکې اوونۍ کې د افغانستان کورنیو امنیتي ځواکونو ته د امنیت د سپارلو د پروسې د دوهمې مرحلې د پيل اعلان وکړي .
پنجشېر او بامیان په بشپړ ډول، د کابل ولایت زیاتې برخې، د هرات ښار، لښکرګاه، مهترلام او مزار شریف هغه ځایونه دي چې د امنیت مسوولیت یې افغان لوري ته سپارل شوی دی.
افغان ځواکونو ته د امنیت د ټینګولو د مسوولیت د سپارلو د پروسې اوله مرحله د روان کال په جولای کې پيل شوه .
تمه ده چې ، پر دې اساس به د ۲۰۱۴ کال تر پایه د ټول افغانستان د امنیت مسوولیت له نړیوالو ځواکونو، افغان امنیتي قواوو ته وسپارل شي.
جمهور ریس حامدکرزی ښايي رسما، په نوې اوونۍ کې، د هغو سیمو نومونه اعلان کړي چې د امنیتي چارو مسوولیت په کې له نړیوالو ځواکونو افغان لوري ته سپارل کېږي.
خو د مخکنیو خپرو شویو رپوټونو پر اساس ویل کېږي چې د میدان ښار ، د بهسودو مرکز او د بهسودو د لومړۍ برخې ولسوالۍ امنیت به په دويم پړاو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .
د میدان وردګو د والي ویاند وویل چې په دې اړه پرېکړه نه ده وروستۍ شوې ځکه اول باید دا معلومه شي چې خلک څه غواړي:
̋ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزي له بېلابېلو قشرونو سره که هغه ولسوالان دي، که هغه اداري ریسان، که قومي مشران دي، که د ولایتي شوراګانو او محلي شوراګانې دي، که محصلین او یا ښځې دي، هغه شکونه او نظریات چې خپله ولسونه یې لري، د انتقال د پروسې په اړه له دوی شریک کړي تر څو په خپله له خلکو واوري چې په کوم ځای کې خلک د انتقال پروسې ته اماده دي او دغه پروسه تر کومه حده د خلکو له ملاتړ سره مخ کېږي̋
په میدان وردګو کې د ازادي راډيو یوه اوریدونکي ، له راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
̋وردګ ډير با اعتماده قوم دى او په صداقت خدمت کوي. د وطن خدمت په ټولو فرض ده . د خپلو وردګو پوځ به جوړ شي . وردګ به خپل پوځ استخدام کړي̋
د امن د ټينګېدو هيلې:
د میدان وردګو د پولیسو او عسکرو له ورتګ سره به په دې ولایت کې امن ټينګ شي؟
که په عمومي ډول په ټول افغانستان کې دې مسئلې ته وګورو نو ایا هرې سیمې ته د سیمې د خپلو پولیسو او عسکرو استول به د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي؟
په دې اړه د افغانستان د ستراتیژيکومطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال په دې نظر دی:
̋په دې مسئله پخوا هم فکر شوی دی . د سیمې پولیس قومي ملیشه ګانو ته ورته کېږي چې پخوا یې افغانستان یوه ترخه تجربه لري. د یوه خاص قوم ملیشه به وو او هغوى به تر ډېره حده د خدمت پر ځای به یې جنایت کاوه . موږ نه غواړو چې افغانستان یو وار بیا د قومي ملیشه جوړونې خوا ته بوځو. دويمه خبره داده چې موږ وايو ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنیت. د دې معنې دا ده چې د ټول افغانستان د بیلا بیلو ژبو، قومونو او ولایتونو خلک به په کې وي او دا باید واقعاً یو ملي جوړښت وي چې د ټول افغانستان نماینده ګي وکړي. د دې وظیفه یوازې او یوازې د امنیت او نظم ساتل دي̋
رپوټونه وايي چې د پکتیکا د وازه خوا، وړممې او تروې ولسوالیو امنیت به هم په دويمه مرحله کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د پکتیکا والي وایي چې سیمې ته درې څلور سوه اضافي عسکر باید ولېږل شي تر څو دې ولسوالیو ته لارې خلاصې وساتل شي:
̋موږ چې د کومو ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته سپارو دغه ټول مسایل به په نظر کې نیول کېږي، یعنې د هغو ولسوالیو راتلونکې او د خلکو ستونزې ... د پلان او پروګرام سره سم به امنیت افغاني ځواکونو ته سپارو ان شالله ... بیا به ستونزې ځکه نه وي چې زموږ د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ شوی دی او ورځ تر بلې ښه کېږي̋
له ارګون څخه د ازادي راډیو یو اورېدونکی وايي که چیرې امنیتي ځواکونه ښې وسلې ونه لري، امنیت نه شي ټینګولای:
̋پولیس، ملي اردو او استخبارات بېخي قوي دي. امنیت بالکل نیولای شي. زموږ پوځ ښه پوځ دی . خلک خوښ دې ورباندې. خلک اطمینان لري چې موږ رښتيا پوځ لرو، سرحدي ساتونکي او کومانډو لرو ...̋
افغان چارواکي وايي چې په دويمه مرحله کې، له شنډنډ او چشت شریف ولسوالیو پرته، د هرات د زیاتو سیمو امنیت به هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د هرات د ولایتي شورا ریس ډاکټر عبدالظاهر وویل چې د ناټو د ځواکونو وتل به ستونزې لا زیاتې کړي. ده وویل چې پولیس او ملي اردو باید عصري وسلې ولري.
د رویټر اژانس په وینا، امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې لږترلږه ۲۷ ملیارده ډالر د افغان ځواکونو پر روزنه او تجهیز مصرف کړي دي، تر څو د مسوولیت د انتقال پروسه کامیابه او عملي شي.
یو شمیر امریکايي پوځي چارواکي وايي چې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله اوس هم تر ډېره حده ښه روزل شوي دي او هم ښه تجهیز دي خو لا هم اندیښنې موجودې دي.
خو په کابل کې د پوځي چارو یو کارپوه محمد اسحق اتمر د پولیسو او اردو لپاره د عصري وسلو درلودل ضروري ګڼي خو په عین حال کې د خلکو د ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو پر اخلاقي تعهد زیات ټینګار کوي.
دی وايي افغان امنیتي ځواکونه یوه اخلاقي تعهد او د وطن پرستۍ احساس ته اړتیا لري او باید له اجیر حالت څخه وایستل شي:
̋دا دوه دری کاله چې پاتې دي ، ډېر مهم کلونه دي . خبره دا ده چې زموږ دا پوليس او اردو هغه مسلکي خلک نه دي ... دا اخلاق غواړي. تربیه غواړي، وطن پرستي غواړي. احساس غواړي . هغه ملي اردو یا پولیس چې په اجیر ډول راغلې وي ، له هغوی سره دا احساس کم دی. دا تربیه ورسره کمه ده. احساس د وطن پرستۍ یې کم دى. تاسې به اوریدلي وي کله چې په سیمو کې مثلا دوی ته معاش نه رسېږي یا ډوډۍ او غذا نه رسېږي، دوی خپله وظیفه پرېږدي او ځي ... ̋
د ښاغلي اتمر په وینا د یوه معتبره ، مهذب او ښه روزل شوي امنیتي ځواک درلودلو لپاره لسهاوو کلونو وخت ته اړتیا ده .
د امنيتي مسووليتونو د انتقال د پروسې په دويمه مرحله کې د هلمند د ناوې او نادعلي ولسوالیو امنیت افغان لوري ته سپارل کېږي. خو د دې ولایت په هغو سیمو کې چې د امنیت مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی وضعیت څنګه دی؟
د بیلګې په ډول به لښکر ګاه را واخلو .
له دې ښاره هره اوونۍ د وسله والو غلاوو ، د خلکو د تښتول کیدو ، د کورونو د تلاشۍ او ځورولو په شمول لسهاوو رپوټونه خپرېږي.
د دې ښار یو اوسیدونکی ازادي راډيو ته وايي:
̋ چارواکي څنګه امنیت ټینګوي. شکونه شروع دي . د امنیت کسان خداې که ووینې . ما ټکوي ، تا ټکوي ، هغه بل ټکوي . خلاص ...̋
د هلمند امنیه قوماندان ازادي راډيو ته وویل چې دوی تیار دي چې حتی د ټول ولایت امنیتي مسوولیت واخلي .
خو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو وکیل خالد پښتون د هلمند په شمول په هغو ټولو ولایتونو کې چې د امنیت وضعیت په کې نازک دی، د انتقال له پروسې سره مخالفت څرګندوي.
خالد پښتون وېره لري چې که دا پروسه له وخت څخه مخکې عملي شي ، ښايي د امنیت په برخه کې د تیرو څو کلونو پرمختګونه په اوبو لاهو شي.
خالد پښتون وايي:
̋زموږ وېره دا ده چې افغاني قواوې له یوې خوا یې تعداد کم دی او له بلې خوا څخه هغه جنګي لوازم چې باید دوی ته ورکړ شوي واى- نه لري . خدای مه کړه هغه لږه اندازه امنیتي ځواکونه چې په کندهار کې موجود دي، په تنهايۍ و نه توانېږي چې هغو عملیاتو ته چې په هغو کې د شپې او یا د ورځې له خوا پر ولسوالیو او ښارونو حملې کېږي ، د هغوي تعداد زیات شي او موږ ونه توانېږو چې د هغوی جلوګیري وکړو.)
د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسيون وايي چې که د امنیت د سپارلو پروسه په ډېر دقیق ډول عملي نه شي ښايي ناوړه عواقب به ولري.
دوی وايي په هغو سیمو کې چې امنیت سپارل کېږي باید د بیارغونې، د خلکو د اقتصادي ثبات، د ظرفیتونو لوړولو او د قضايي ارګانونو پیاوړي کیدو ته پاملرنه وشي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال هم په دې باور دی چې د دې پروسې د بریالیتوب لپاره باید د خلکو اقتصاد ښه شي:
̋زما لپاره تر ټولو مهم او اول ټکی دا دی چې موږ په هر قیمت چې کېږي د ملت او حکومت ترمنځ فاصله له منځه یوسو . په دوهم قدم کې زما په نظر، د امنیت اقتصادي بستر ډېر ضرور دی . تر هغو پورې چې د افغانستان خلکو ته شغل ایجاد نه کړو تر هغو پورې چې د افغانستان د خلکو په ژوند کې له اقتصادي پلوه بدلون را نه ولو او تر هغو پورې چې موږ له اقتصادي پلوه په پښو ونه درېږو زه فکر نه کوم چې په امنیتي وضعیت کې به بدلون راشي. موږ باید خپل ملي امنیت ځواکونه یوازې د اجیروالي په حال کې ونه ساتو . دوی ته یوه ملي روحیه هم ورکړو̋
په افغانستان د ناټو ملکي استازی سایمن ګیس وویل چې د مسوولیتونو د سپارلو د پروسې اولې مرحلې څرګنده کړه چې افغان ځواکونه د امنیت د اخیستلو ته تیار دي او په سپارل شویو سیمو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.