د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

لوېديځوالو د الېس په وړاندې د محکمې حکم وغانده


لویدیځو هېوادونو پرون په بېلاروس کې د بشري حقونو پر مخکښ فعال الېس بیالیاتسکي Ales Byalyatski د محکمې حکم وغانده او له چارواکو څخه یې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

بیالیاتسکي ته پرون د مالیې له ورکړې د تېښتې په تور، د یوې محکمې له خوا د څلورنیم کاله بند سزا واورول شوه. د نوموړي مدافع وکیل وویل چې د دې حکم په وړاندې به د د استیناف غوښتنه وکړي.

بیالیاتسکي د بشري حقونو د یوې مدافع ټولنې مشر دی او د لسګونو هغو مخالفو فعالانو په ګټه یې کمپاین کاوه چې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د حکومت له خوا نیول شوي. د بېلاروس حکومت د دې ټولنې رسمي امتیاز چې په ۲۰۰۳ کال کې یې اخیستی و، هم لغو کړ.

اروپايي ټولنې د بیالیاتسکي پرضد د محکمې حکم په بېلاروس کې د مدني ټولنې د ځپلو لپاره د زیاتېدونکو اقداماتو سمبول وباله. د اروپايي پارلمان د مشر یوه ویاند رابرت ګولانسکي په دې اړه آزادۍ راډیو ته خبرې وکړې:

(اروپايي پارلمان د مالیې له ورکړې د تېښتې په تور د ښاغلي بیالیاتسکي د غیرقانوني نیولو او حکم په خاطر سخته اندېښنه لري. اروپايي پارلمان د دې تورونو انګیزه سیاسي ګڼي او غیر موجه یې بولي. د اروپايي پارلمان مشر د بېلاروس له چارواکو غواړي چې ښاغلی بیالیاتسکي او نور سیاسي بندیان سمدستي او له کوم شرط پرته خوشې کړي.)

په مینسک کې د امریکا سفارت هم پرون د بېلاروس پر حکومت غږ وکړ چې د حکومت د منتقدانو پرضد کمپاین پای ته ورسوي.

د پولنډ حکومت، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان مشر او د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر اودرونیوس ازوبالیس Audronius Azubalis او د اروپايي شورا عمومي منشي توربیورن یاګلنډ Thorbjorn Jagland هم پرون دې ته ورته بیانونه خپاره کړل.
XS
SM
MD
LG