د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۹

″په افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښې د دریم کس په منځګړیتوب حل کیږي″


په افغانستان کې د ملګرو ملتونوسازمان وایي، چې په دې هیواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د قضیو احصایه نه ده موجوده او ترډیره دغه پیښې پټې پاته کیږي.

دغه مساله د یوناما د بشري حقونو د څانګې په راپور کې راغلې او دغه راپور په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون د پلې کیدو په اړه لیکل شوی.

دغه راپور د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوناما د چارواکو له خوا خپورشو او په اړه یې خبریالانو ته معلومات هم ورکول شول.

د ملګرو ملتونود مرستندوی ماموریت یایوناما د بشري حقونو مشرې جیورجیت ګګنون وویل، اوږده لاره پرمخ کې ده، ترڅو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ټولو پیښو ته د قانون له لارې رسیده ګي وشي.

″موږ وموندله چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیرې پیښې د جدي جرمونو په شمول، د دریم کس په منځګړیتوب حل کیږي، په داسې حال کې چې باید د قانون له لارې تعقیب شي.

د دې ترڅنګ زیاتې پیښې د محلي اوسنتي قوانینو له مخې څیړل کیږي. په ځینو وختونو کې په ښځو فشار راوړل کیږي چې له شکایت کولو ډډه وکړي او د منځګړیتوب پریکړې ته غاړه کیږدي.″

په دغه راپور کې په ۳۳ ولایتونو کې ،له ۲۶۱ کسانو سره مصاحبې شوي چې په هغوی کې څارنوالان، قاضیان، د پولیسوچارواکي،د ښځو چاروریاستونه او دبشرد حقونو کارکوونکي شامل دي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۰ کاله له مارچ راهیسې د روان کال ترمارچ میاشتې پورې،د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شااوخوا ۲۳۰۰ پیښې د بشر دحقوقو له خوا ثبت شوي، چې په دغو پیښې کې یوازې شپږویشت په سلو کې له څارنوالانو سره ثبت شوي.

په راپور کې همداشان راغلي، چې اوو فیصده دغه پیښې د عدلي اورګانونو له خوا څیړل شوي،او څلور فیصدو ته یې رسیده ګي شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي ،چې د ښځو د تاوتریخوالي هره پیښه عدلي اورګانونو ته راجع کیږي او د قانون له مخې ورته رسیده ګي کیږي.

د دغه وزارت حقوقي ریسې فوزیه امیني ازادي راډیو ته وویل:

″له نیکه مرغه کومې پیښې چې د ښځو چارو وزارت،عدلي اوقضایي اورګانونو ته لیږي،ښه اجرایوي ضمانت لري. په دې کې هیڅ ستونزه نشته.

ټولې هغه پیښې چې ښځې یې د قانوني څیړلو غوښتنه کوي په قانوني توګه څیړل شوي، هیڅ داسې پیښه نشته چې ښځو یې د څیړلو غوښتنه کړې وي او مونږ هغه نه وي څیړلي.″

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون افغان حکومت په ۲۰۰۹ میلادي کال کې تصویب کړ.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د دغه قانون د پلي کیدو لپاره باید موثر ګامونه واخیستل شي ترڅو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه شي.

اجباري ودونه ،په کم سن او بدوکې د هغو ورکول او له دوی سره بده رویه هغه څه دي چې افغانې میرمنې ورسره مخ دي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG