په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد په مبارزې د څارنې او څیړنې ګډې کمېټې په دې هېواد کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره په خپل یوه راپور کې یو شمېر سپارښتنې کړي چې یوه یې په کې په دې برخې کې د یوې واحدې ستراتیژۍ رامنځ ته کول دي.
ددې ګډې کمېټي یوه افغان غړي یاسین عثماني خبریالانو ته وویل، چې دا مهال په افغانستان کې بېلابېلې ادارې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره خپله ستراتيژي لري چې له ټولو نه یې یوې جوړولو ته اړتیا لیدل کیږي.
هغه وویل، دغه یوه ستراتيژي باید د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره جوړه کړي:
(موږ چې څه ستراتیژۍ وې مطالعه کړې، ټولې ګټورې بولي او ویلي مو دي چې تطبیق ته یې پاملرنه وشي، له دې ستراتیژيو نه دې لازم ارزښتونه راټول شي او یوه ستراتیژي دې ترې جوړه شي.
دا واحده ستراتيژي بیا ولسمشر ته د منظوري لپاره ځي او وروسته باید په ټول هېواد کې د هغې له مخې اجرائات وشي.)
د څارنې او څیړنې ګډې کمېټې همدا راز افغان دولت ته وړاندیز کړی چې په خپلو ادارو کې د اجرائاتو پروسې ساده کړي.
دا کمیټه همداراز ټینګار کوي چې په ګمرکونو کې د کمیشن کارانو له خوا د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره دې د ګمرکونو په قانون کې بدلون راوستل شي، سربیره پر دې ګمرکونه دې په کمپیوټري وسایلو سنبال او د واردیدونکو توکو د کیفیت د معلومولو لپاره دې پکې اقدامات جدي شي.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او څیړنې ګډې کمیتې همداراز په افغانستان کې د اداري فساد د دوو لویو دوسیو د څیړنې پر بهیر نیوکې لري.
ددې کمیټې یوه بهرنی غړي نوهو رباډو د کابل بانک موضوع ته په اشارې سره وویل:
(دا یوه داسې مسئله ده چې اوه دیرش کسان د شاوخوا دیرش ملیونه خلکو په وړاندې دریدلي دي. موږ له هر هغه چا سره همغږي یو چې په دې برخه عدالت غواړي. عدالت په دې معنی چې غلا شوې پیسې دې بیرته ترې واخیستل شي، همداراز هغوی ته دې سزا ورکړل شي، ښکاره سزا د ټولو خلکو په مخ کې. )
له کابل بانکه شاوخوا یو ملیارډ ډالره د فساد نه ډک بهیر په ترڅ کې وړل شوي دي.
دغه پيسې اکثره د هغو کسانو له خوا وړل شوي چې یا د چارواکو خپلوان دي او یا هم په دولت کې نفوذ لري.
یادې کمیټې په کابل کې د سردار داود خان پوځي روغتون په ارتباط د شواوخوا دوه څلویښتو ملیونو دالرو د اختلاس په موضوع کې هم د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
که څه هم پخوا د بیلابیلو سازمانونو له خوا افغان دولت ته د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې وړاندیزونه او طرحې وړاندې شوي خو یو شمیر کتوونکي په دې اند دي چې ددې مبارزې لپاره ټینګې سیاسي ارادې ته اړتیا ده.