د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

په لغمان کې بمي چاودنې ۶ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله


نن سهارشاوخوا لس بجې د لغمان په الينګار ولسوالۍ د ملکي وګړو پر موټر بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنو ته مرګ- ژوبله اوښتې ده،د لغمان ولايت د والي وياند فيضان الله پټان وويل، چاودنه د الينګار ولسوالۍ اړوند چينچار پله ته څيرمه د ولسي وګړو پر هغه موټر شوې چې د دغه ولايت مرکز مهترلام ته تلونکي و، ښاغلي پټان زياته کړه:

((د سړک غاړې په ايښودل شوي ماين چاودنه کې د يو ماشوم او يوې ښځې په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي او يوه ښځه او بل نارينه ټپيان شوي دي.))

پټان د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ وښود.

د الينګار ولسوال سيدشريف پاچا وايي، د ولسي وګړو پر موټر هغه مهال چاودنه شوې چې په خبره يې له سيمي څخه بهرني ځواکونه دتيريدو په حال کې وو.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

هيره دي نه وي چې په الينګار ولسوالۍ کې تردې ايله لس ورځې وړاندې هم د ورته يوې چاودنې له امله د يو ځايي خبريال په ګډون شپږتنه ملکيان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG