د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۴

په مصر کې پوځي حکومت خپله استعفی وړاندې کړه


په مصرکې د پوځ له خوا ټاکل شوي حکومت تیره شپه د دغه هېواد واکمني پوځي شورا ته خپله استعفا وړاندې کړه.

دا تحول وروسته له هغې راغلي، چې له څو ورځو راهیسې زرګونه مظاهره چیان د قاهرې په تحریرمیدان کې راغونډ شوي او په مصر کې د ملکي حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.

د مصر د حکومت ویاند محمد الحجازي وویل، د عصام شرف په مشرۍ کابیني خپله استعفا واکمنې پوځي شورا ته سپارلې ده .

خو دا لا نه ده روښانه چې د مصر پوځي جنرالانو د کابیني د غړو استعفا منلې او که څنګه.

د حکومت د استعفا د خبر له خپرېدو وروسته په تحریر میدان کې راټول شوو مظاهره کونکو د الله اکبر نارې پورته کړې.

د وروستیو درې ورځینو مظاهره په ترڅ کې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ نښتې هم شوي چې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او نژدې دوه زره نور ژوبل دي.

په مصر کې دا تازه مظاهرې د واکمني پوځی شورا له خوا د اصلاحاتو د ټکنۍ پروسې په وړاندې د ولس د مخ په زیاتیدونکي غصې څرګندویه ده.

دغه راز خلک او یو شمېر ګوندونه دا اندیښنه لري چې واکمنه پوځی شورا به چې په مصر کې د حسنې مبارک د رژیم له ړنګیدو وروسته يې چارې په کنترول کې اخیستي، د دې هېواد واک ځان پورې منحصر کړي.

په عین حال کې د مصر دولتي تلویزون په ساحلي ښار سکندریه او سویس کې هم د ورته مظاهرو خبر ورکړی دی.

د مصر د الغد ګوند مشر ایمن نور چې د ۲۰۱۲میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید دی غوښتنه کړې چې په وروستي تاوتریخوالي کې دخیل کسان باید د خونړیو پېښو مسول وبلل شي:

(لومړې غوښتنه چې په دې اعلامیه کې راغلي هغه په فورې توګه د مظاهره کونکو په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي بندول دي.

بله دا چې باید په تحریر میدان او د مصر په نورو څلور لارو کې د وروستیو پیښو عاملنیو په وړاندې عادلانه، شفاف، قانوني او سیاسي تحقیقات ترسره شي.)

بل لور ته د نړۍ مشرانو په مصر کې وروستۍ خونړۍ پېښې غندلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سیاست مسولې د مصر پر مقاماتو غږ کړی چې د سوله ائیزو مظاهرو د ترسره کیدو لپاره ډاډمنه فضا برابره کړي.

په واشنګټن کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند وویل، امریکا په مصر کې د ملکي حکومت لپاره د ِغوښتنو ملاتړ کوي او د دې لپاره په دغه هېواد کې راتلونکي انتخابات مهم دي:

(متحده ایالات په مصر کې د وروستیو څو ورځو د تاوتریخوالي په اړه اندیښمن دي، موږ دغلته د تلفاتو له امله خواخوږي یو او د تاوتریخوالي د قربانیانو کورنیو ته خپله غم رازي څرګندو.

په راتلونکو ورځو کې دا د ټولو ډلو لپاره ډیره مهمه ده، چې د ازادو ،عادلانه او سوله ائیزو انتخاباتو چې ټاکل شوې د نومبر په اته ویشتمه ترسره شي ، تمرکز وکړي. مونږ له ټولو دخیلو خواو څخه غواړو چې له زغم کار واخلي او پریږدي چې ازاد او عادلانه انتخابات ترسره شي.)

سره له دې چې د مصر واکمنه پوځی شورا دا ردوي چې ګواکي هڅه کوي واک ځان پورې منحصر کړي خو مظاهره کونکي وايي د مصر د نوي اساسي قانون وړاندې شوې مسوده پوځ ته دا زمینه برابروي چې د ملکي حکومت د جوړیدو وروسته هم ،زیات واک ولري.
XS
SM
MD
LG