د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، د دودیزې لویې جرګې له خوا د هر هغه وړاندیز هر کلی کوي، چې له دوی سره د سولې په راوستلو کې ګټور ثابتیدای شي.
د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار دغه خبره وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړه، چې په دودیزې لویې جرګې کې یو شمېر غړو د سولې د عالي شورا په اوسني ترکیب انتقادونه وکړل او په هغې کې یې د بدلون غوښتنه وکړه.
ښاغلی قاسمیار چې خپله هم د دودیزې لویې جرګې غړی دی، ومنله، چې په جرګې کې انتقادونه وشول او ویې ویل د سولې شورا د هر ډول سمون پلوۍ ده:
″هر اقدام د دې په ګډون هم چې د شورا په ترکیب کې بدلون راشي او یو شمیر نور اشخاص هم په کې زیات شي، که چیرې موږ لا اسانه او په ښه توګه سولې ته رسولای شي، موږ یې پلویان يو.″
په دودیزې لویې جرګې کې د سولې د عالي شورا پر ترکیت لوی انتقاد دا و، چې ځینې غړي یې په ریښتینې معنی سولې ته ژمن خلک نه دي.
د دوی په باور داسې کسان په کې راټول دي، چې له وسله والو طالبانو سره یې جګړې کړي او د سولې لپاره د هغوی اعتماد نه شي راجلبولای.
د یو شمېر انتقاد کوونکو وړاندیز دا و، چې باید بې طرفه کسان او د قومي نفوذ خاوندان په کې راټول شي.
دا هغه انتقاد و، چې د سولې د عالي شورا د جوړیدو پر مهال هم ډیر شوی و.
بل خوا د طالبانو د پخواني رژیم د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل هم په دې باور دی، چې د دې شورا د غړو شمیر زیات دی او توازن په کې نه دی مراعات شوی.
هغه د مثال په توګه وویل، د دې شورا رییس د جمعیت اسلامي د ګوند مشر و او د دې ګوند مهم غړي هم په کې دي.
ښاغلی متوکل په دې باور دی، چې د سولې عالي شورا یو منځکړی ارګان نه دی بلکې یو دولتي ادرس دی:
″په دې دودیزې لویې جرګې دوه مسالې وې، له امریکا سره ستراتیژيک تړون او بله د سولې. دا دواړه سره تړاو لري، که چیرې داسې وشي، چې دا تړون لاسلیک کیږي، نو د سولې لپاره هیلې په نشت برابر ګرځي.
په هر صورت بیا هم د دولتي ادرس په توګه د سولې په شورا کې باید ډیره سنجیده ګی وشي، ښه وړ کسان پکې راشي بهتره به وي، که یو ډول انتخابي شي هم ښه ده، خو بیا هم سوله په دې پورې تړلې ده چې نور غټ مسایل څنګه کيږي.″
د سولې عالي شورا د جوړیدو شاوخوا یو کال کیږي، چې اویا کسان یې غړي دي.
وروسته له هغې چې د دې شورا رییس برهان الدین رباني د سولې د یوه پیغام رسوونکو له خوا په ځانمرګي برید کې ووژل شول، افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو هلې ځلې ځنډولي دي.
تراوسه څرګنده نه ده، چې ایا حکومت به د دودیزې لویې جرګې د یو شمېر غړو له وړاندیز سره سم د سولې په شورا کې بدلون راولي او که نه.