د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۵

″ستراتیژیک تړون د افغانستان او د امریکا دخلکو په ګټه دی″


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې لیکلي، د افغانستان او امریکا خلک باید پوه شي، چې دا مشارکت د دواړو هیوادونو په ګټه دی.

ورځپاڼه زیاتوي، په دغه ستراتیژیک تړون باندې له څو میاشتو راهیسې کار روان دی او بشپړول به یې د جمهور رییس حامد کرزی لپاره اسانه هم نه وي.

جمهور رییس کرزی د پاکستان، ایران او روسیې له خوا چې په افغانستان کې د امریکا له اوږد مهاله پوځي اډوسره مخالفت لري، تر زیات فشار لاندې دی.

د افغانستان په داخل کې هم یو شمېر افغانان چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو خوښ نه دي، په حکومت یې فشارونه اچولي او په خپله جمهور رییس کرزي هم په وار وار د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې له عملیاتو او د افغانانو د کورنونو د لټون او تلاشۍ څخه شکایتونه کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، له دې ټولو سره سره، واقعیت دا دی، که امریکایي او ناتو ځواکونه په افغانستان کې نه وي، افغان امنیتي ځواکونه دا مهال د وسله والو په مقابل کې د جګړو توان نه لري.

بله دا چې د افغانستان د ملي پوځ روزنه او تجهیز او دغه راز د افغانستان حکومت ته د امریکا پوځي مشورې حیاتې اهمیت لري او له دي پرته ممکن افغان حکومت ړنګ شي.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان د نجات لپاره تر ټولو غوره لار دا ده، داسې یو غښتلی متحد باید ولري، چې ګاونډیان ورڅخه وبیریږي او د دې هیواد په کورینو چارو کې لاس وهنې بندې کړي.

له بلې خوا، د ستراتیژیکې همکاریو تړون طالبانو او د هغو ملاتړو ته څرګند او جدي پیغام رسوي، چې له افغانستان سره د امریکا ملاتړ او مرستې دوام لري او په افغانستان کې د داسې یوه حکومت ملاتړ کوي، چې د لویدیځ طرفدار وي او د ډموکراسۍ ارښتونه په کې حاکم وي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، د امریکا لپاره هم دا تړون زیات مهم دی او دا ځکه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم امریکا او نورو هیوادونو ته فرصت برابریږي، چې د تروریزم پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

ټایمز:

انګلستان چاپ، ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په زندانونو کې بندیانو ته د مسلکې یا حرفوي کورسونو او زده کړو مسالې ته اشاره کړې او لیکي، د هلمند ولایت په یوه زندان کې طالب بندیانو ته د انګلیسي ژبې، خیاطۍ، میخانیکۍ او تسبیح جوړولو کورسونه جوړ شوي تر څو له زندان څخه له خلاصیدو وروسته هغوی په ټولنې کې په مختلفو کارونو وګمارل شي او له شخړو لاس واخلي.

ټایمز زیاتوي، دا زندان په لشکرګاه ښار کې دوه کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مرسته جوړ شوی او د ولایتی بیارغووونې د پروګرام یوه برخه ده.

په دې زندان کې له زرو زیات بندیان ساتل کیږي او شاوخوا پنځه سوه یې وسله وال طالبان دي.

د ټایمز ورځپاڼې خبریال چې د لشکرګاه زندان ته تللی او له بندیانو سره غږیدلی، د هغوی خبرې یې راخیستي چې وایي: د انګلیسي ژبې او کمپویتر کورسونو یې په افکارو او نظرونو اغیز کړی او له زندان څخه د خوشې کیدو وروسته به بیا وسلو ته لاس ور نه وړي.
XS
SM
MD
LG