د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۴

ولسمشر کرزي امریکا ته د پوځي تاسیساتو د ورکړې شرایط په ډاګه کړل


افغان ولسمشر وویل، چې د ګاونډیو هیوادونو پر ضد به د افغانستان له خاورې ګټه نه اخیستل کیږي.
افغان ولسمشر وویل، چې د ګاونډیو هیوادونو پر ضد به د افغانستان له خاورې ګټه نه اخیستل کیږي.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي تایید کړه، چې د امریکا له متحده ایالاتو سره په ستراتیژیک سند کې دغه هېواد په افغانستان کې د پوځي تاسیساتو غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې د افغان دولت شرایط په ډاګه کړل.

جمهور رییس په کابل کې دودیزې لویې جرګې ته په پرانستونکې وینا کې دغه سند د افغانستان په ګټه وباله او د افغان دولت شرایط یې داسې بیان کړل:

″شرایط مو دا دي، چې امریکا او ناټو دې په افغانستان کې د افغانستان د خلکو د کورونو تلاشي پریږدي، موږ پر خپلو کورونو د شپې عملیات نه منو، قطعاً یې نه منو، په افغانستان کې د افغان ادارو سره د خارجیانو موازي ادارې نه منو. افغانستان پوییږي او حکومت یې پوییږي.″

نوموړی همداراز د دې سند لپار یو بل شرط دا یاد کړ، چې د ګاونډیو هیوادونو پر ضد به د افغانستان له خاورې ګټه نه اخیستل کیږي.

ټاکل شوې روانه دودیزه لویه جرګه چې چارواکي وايي، څه باندې دوه زور کسانو په کې برخه اخیستې د دې سند او د سولې په برخه کې د افغان دولت پر دریځ بحثونه وکړي او خپلې سپارښتنې مطرح کړي.
XS
SM
MD
LG