د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۷

په کابل کې دوديزه جرګه پيل شوه


افغان ولسمشر ویلي نن به د لویې جرګې په ترڅ کې د هغو سیمو فهرست اعلان کړي، چې په کې به له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونه د سپارلو د بهیر د دوهم پړواو په ترڅ کې امنیتي مسوولیتونه سپارل کیږي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې په دې لست کې ولس ولایتونه شامل وي.

لویه جرګه چې ټاکل شوی نن پیل شي، د څلورو ورځو لپاره به په کابل کې دوام ولري. د لویې جرګې د جوړیدو د کمیسیون ویاندې صفیې صدیقي ازادي راډیو وویل، چې دا جرګه به د ولسمشر کرزي په وینا پیل شي او وروسته به د لویې جرګه مدیره هیات وټاکل شي.

″نن لویه جرګه د ولسمشر کرزي په وینا پیل کیږي. البته په دې کې شک نشته چې رییس، مرستیال او د جرګې منشیان به هم ټاکل کیږي. وروسته به ځانګړې کمیټې په خپل کار پیل کوي.″

د راپورونو له مخې په دې جرګه کې عمده مسایل له مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو پر بهیر بحث او همدا شان د کابل او واشنګتن تر منځ د ستراتیژیک تړون پر جزییاتو باندی خبري دي.

تر اوسه د دې تړون بشپړ متن نه دی خپور شوي او د کارپوهانو په وینا دا به ممکنه نه وي، چې د لویې جرګې ګډون کونکي یې د جزییاتو په اړه بحث وکړي.

که څه هم چې افغان حکومت په وار وار دا خبره کړې، چې اوسنۍ لویه جرګه مشورتي بڼه لري او په کې به هیڅ کومه پریکړه ونه شي خو د دې لویې جرګې د جوړیدو په اړه ډیر مخالفت کیږي.

پوښتنه دا ده، چې سره له دومره مخالفتونو ولې بیا هم افغان حکومت دا جرګه له اهمیته ډکه بولي. د ویسا ورځپانې مدیر زبیر شفقي ازادي راډیو ته وویل، افغان ولسمشر غواړي، له متحد ایالاتو سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون په اړه له خلکو سره مشوره وکړي.

د تعغیر او امید په نوم سیاسي ايتلاف چې مشرې یې ډاکټر عبداله عبداله کوي، اعلان کړی، چې په دې جرګې کې به ګډون ونه کړي ځکه د دې ګوند په باور دا جرګه قانوني جنبه نه لري.

وسله وال طالبان په وار وار ګواښونه کوي، چې دا جرګه به اخلال کړي او امنیتي ستونزې به رامنځ کړي. د دوشنبي په ورځ یوه ځان وژونکی چې غوښتل یې د کابل په پلې تخنیک کې د جرګې د جوړیدو په سیمه باندې حمله وکړي، افغان امنیتي ځواکونو په ډزو وواژه.

په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ډېر شمېر پولیس او عسکر د کابل بیلابیلې واټونه او لارې څاري.
XS
SM
MD
LG