د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

ایران د تروریستي ډلې په اړه د بحرین ادعا رد کړه


د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د عربي نړۍ او افریقا د چارو مسول د بحرین دا ادعا رد کړې چې ایران پورې مربوطه یوه تروریستي شبکه يي کشف او نیولې ده.

د ایران د دولتي تلویزون ویب پاڼې د امیرعبد اللهیان په حواله ویلي، د بحرین دا ادعا بې اساسه ده او دا د متحده ایالاتو له خوا جعل کاري شوې ده.

د بحرین قضايي مقاماتو د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب پورې مربوطه یوه تروریستي شبکه ماته شوې ده.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د بحرین مقاماتو د شنبې په ورځ د پینځو کسانو د نیولو چې په دغه هېواد کې يې د حملو پلان درلود ،خبر ورکړ.

د بحرین د قضا یوه ویاند ویلي نیول شوو پینځو کسانو پلان درلود چې د حملو له ترسره کولو مخکې په ایران کې د سپاره پاسداران انقلاب له خوا پوځي روزنه ترلاسه کړي.

خو د ایران د بهرینو چارو د وزارت مرستیال عبد اللهیان ویلي، په بحرین کې امنیتي وضیعت سختول او د ایران ضد بې اغیزه پالیسې پر مخ وړل د دغه هېواد ستونزه نه شي حل کولی.

نوموړي ویلي، د بحرین چارواکي د دې پر ځای چې له خپلو ستونزو د خلکو پام واړوي او دا شان بې اساسه ادعاوي وکړي باید د اعتماد پیدا کولو لپاره هڅه وکړي څو د خلکو او ددغه هېواد د حکومت تر منځ فاصله له منځه لاړه شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، بحرین چې سني اقلیت په کې واکمن دی په وار وار ایران تورن کړی چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله کوي او د بحرین د حکومت مخالفان پراخو مظاهرو ته چې له تیرې فبروری میاشت په دغه هېواد کې پیل شوي،هڅوي.

بحرین بیا د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هېوادونو په مرسته دا مظاهرې ځپلي دي او ایران د مظاهرو کونکو پر ضد د بحرین دا تګلاره غندلې ده.
XS
SM
MD
LG