د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

مشرانو جرګه هم د لويي جرګې په اړه ګواښل شوې


د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو په وینا دغه لنډ پیغام د موبایل تیلیفون په یوه نمبر چې د پاکستان کوډ لري، نږدې ټولو سناتورانو او د ولسي جرګې ځینو غړو ته استول شوی.

په دغه لنډ پیغام کې د اسلامي امارت له ادرسه خبرداری ورکړل شوی چې په دودیزې لویې جرګې کې ګډون به د مرګ سبب شي.

دوو تنو سناتورانو چې دوي هم دغه پیغام ترلاسه کړی و، تور ولګاوه چې دغه پیغام هم د پاکستان له لوري د هغو هڅو یوه برخه کیدای شي چې غواړي لویه جرګه ګډوډه کړي.

دوو سناتورانو محمد داود حساس او جمعه دین ګیانوال په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

(پیغام کې داسې راغلي، چې هر هغه څوک چې په دې عنعنوي جرګې کې چې دوي امریکايي جرګه بللې ده، ګډون وکړي انجام به یي مرګ وي، دا پیغام ټولو سناتورانو، د ولسي جرګې غړو او یو شمېر هغو چارواکو ته هم استول شوی چې په جرګې کې ګډون لري. په درانګه هلو ځلو کې د ګاونډیانو لاس دی. )

(د پاکستان استخباراتي اداره نه غواړي چې افغانستان له امریکا سره ستراتیژیک تړون ولري او په دې هېواد کې بهرني ځواکونه وي.

پاکستان او ایران دواړه د دغه تړون پر خلاف دي او په یوه نه یوه لاره یي مخالفت کوي.)

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې چې ایا ریښتیا هم دغه پیغام د دوی له لوري استول شوی او که نه.

خو مخکې تردې وسلوالو طالبانو په یوه پیغام کې د دودیزې لویي جرګې ګډونوالو ته خبرداری ورکړی و، چې له سختو غبرګونونو سره به مخ شي.

په عین حال کې که څه هم د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې زیاترو سناتورانو چې خبرې وکړې، له لویې جرګې یې ملاتړ وښود، خو ځینو یي په اړه انتقادونه هم لرل.

د دوي انتقاد دا و، چې باید د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو هغه سند چې لویې جرګه پرې بحث کوي، مخکې له مخکې له دوي او خلکو سره شریک شوی و.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د غونډې سرپرستي یي کوله وویل، د سناتورانو له انتقادونو سره سره به د مشرانو جرګې غړي د خپلې پخوانۍ پریکړې له مخې په دودیزې لویې جرګې کې ګډون کوي:

(موږ باید مشوره ورکړو، ګډون باید په کې وشي، د جرګې غړي باید خپل نظریات ووايي، خو دا وروستي نه دي، د افغانستان د اساسي قانون د نوېیمې مادې د پنځمې فقرې په اساس د ټولو معاهداتو تصدیق د ملي شورا، چې دواړه مجلسونه کیږي، په تایید پورې تړلی دی.)

بل خوا د ولسي جرګې د یو شمېرغړو له مخالفت سره سره چې وايي، دودیزه لویه جرګه قانوني اساس نه لري، د ولسي جرګې د اداري پلاوي په وینا، زیاترو غړو یي په دې جرګې کې د ګډون پریکړه کړې ده.

په عین حال کې د وسلوالو طالبانو له ګواښونو سربیره په کابل کې ځینو سیاسي کړیو هم له دې جرګې سره مخالفت ښودلی.

خو یو شمیر کتوونکي او د لویې جرګې پلویان بیا ادعا کوي چې ځینې کړۍ د ګاونډیو هیوادونو په لمسون له دې جرګې سره مخالفت کوي تر څو له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک کیدو مخنیوی وکړي.
XS
SM
MD
LG