د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

په هلمند کې د امريکايي سرتېرو شمېر کمېږي


په هلمند کې په زیاته اندازه د امریکایي ځواکونو د شمیر په کمیدو سره به د دې ولایت د پخوانیو اډو لکه د سنګین، موسی کلا او نوزاد کنټرول بیرته بریتانوي ځواکونو ته وسپارل شي.

ویل شوي چې په هلمند کې د امریکایي شل زرو پلي سمندري ځواکونو شمیر به چې تر ډیره حده یی په سیمه کې امن ټینګ کړی، د راتلونکي کال ترسپټمبر میاشتې پورې څلورمې برخې ته راکم شي.

خو جنرال جان تولان خبرداری ورکړچې افغانانو د دې خبر له اوریدو وروسته چې د امریکایي ځواکونو شمیر به په سیمه کې دېره د بریتانوي نهوزروعسکرو څخه کم شي، اندیښنه څرګنده کړې ده. د هغه په وینا دوی له اوسنی وضعیت څخه راضي دي.

په هلمند کې د ناتو ځواکونو قومندان دغه راز وویل چې د ځواکونو د شمیر په کمیدو سره به په سیمه کې ډیر لږ عسکر پاتې شي چې د طالبانو په وړاندې عملیات ترسره کړي.

داسې اندیښنې موجودې دې چې د عسکرو د شمیر په کمیدو سره به په هلمند کې چې یو وخت د طالبانو د فعالیتونو مرکز و، افغان ځواکونه ونه توانیږي چې امنیت ټینګ کړي او دا به د دې سبب شي چې ترلاسه شوي پرمختګونه له خطرسره مخامخ شي.

د امریکایي عسکرو د شمیرکمول د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي راتلونکي کال په دې هیواد کې د دېره سل زرو ځواکونو له جملې دیرش زره عسکر بیرته وطن ته ستانه کړي.

جنرال تولان وویل، د هلمند په امن کیدو سره به امریکایي ځواکونه د غزني ولایت په څیر د افغانستان ختیځ نا ارامو سیمو ته واستول شي.

له هلمند څخه د امریکایي ځواکونو وتل به د هلمند د سیند په اوږد کې د شاوخوا سمسورو سیمو چې د سنګین په شمول ترکجکي بند پورې غزیدلي دي، د امنیت د ټینګښت اړتیا رامنځته کړي. سنګین هغه سیمه ده چې په کې بریتانوي ځواکونو ته د ۳۸۴ تلفاتو نژدې درېیمه برخه په همدې سیمه کې رسېدلې وه.

امریکایي جنرال تولان په دغو خطرناکو سیمو کې د بریتانوي ځواکونو د بیرته ځای پرځای کیدو مسئلې ته په اشاره وویل، له تکتیکي پلوه ښایي د دې پلان پرځینو اړخونو غور وشي خو هغه زیاته کړې ده افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د امریکایي محارب ځواکونو، د استخباراتو د راټولو او روغتیایي تاسیسات به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په دې سیمه کې پاتې وي.

جنرال تولان وویل:

دا هغه موضوع ده چې له افغانانو سره په ګډه پرې کار کوو. موږ به په ۲۰۱۴ کال کې له دې سیمې، نه وځو بلکې موږ به دلته یو او ستاسو ملاتړ به کوو.

هغه زیاته کړه په سیمه کې وضعیت په ډیرې چټکۍ سره ښه شوی خو له دې سره سره حالات پوره د ډاډ وړنه دي. که څه هم افغان ځواکونه په ښه موقف کې دي خو بیا هم دوی نه شي کولای چې په خپلواکه توګه عملیات وکړي.

دوی وخت ته اړتیا لري چې په یوازې سرد وسله والو طالبانو په وړاندی مبارزه پرمخ یوسي. هغه ټینګار وکړچې موږ په سیمه کې د طالبانو فعالیتونه شنډ کړي خو بیا هم دې ته اړتیالرو چې په سیمه کې خپل حضور وساتو څو دوی راتلونکي کال بیرته دغو سیمو ته راونه ګرځي.


جنرال تولان وویل، په هلمند کې پخوا د ځواکونو د شمیر کموالی او د کافي وسلو او تجهیزاتو نشتوالی د دی سبب شوی و، چې بریتانوي ځواکونه له سختو جګړو سره مخامخ شي.

که دوی دغومره ځواکونه چې موږ یې لرو درلودی، نو به یې وضعیت یوڅه ښه وی.

امریکایي جنرال دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې هلمند د امنیتي مسوولیتو د لیږد دويم پړاو لپاره تیاری نیسي.

افغان امنیتي ځواکونه به راتلونکي کال د دې ولایت د دوولسو ولسوالیو له جملې د لږ تر لږه درېیو امنیت په غاړه واخلي. د نورو سیمو امنیت په ۲۰۱۳ کال کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د بریتانیا د دفاع د وزارت یوه ویاند ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته وویل، په اوس وخت کې داسې کومه طرحه نه شته چې بریتانوي ځواکونه دې له هغو سیمو بهر چې اوس یې مسوولیت ورله غاړې دی، فعالیت ترسره کړي.

خو په هرصورت موږ لکه د خپلو متحدینو د ایسف ځواکونو د نورو غړیوپه څیر په افغانستان کې تل د خپلو ځواکونو پرشمیرغورکوو. دهغه په وینا زموږ محارب ماموریت به په ۲۰۱۴ کی په دې هیواد کې پای ته ورسیږي او ترهغه وخته به بریتانوي ځواکونه له خپلو نورونړیوالو شریکانو سره یوځای د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو پر لوړولو ډېرتمرکز وکړي څو دوی په خپله د خپل هیواد د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG