د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

چک جمهوريت افغان پيلوټان روزي


افغانستان په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې مجهز او تکړه هوایې ځواک درلود او د روسیي جنګی الوتکو پیلوټان یي په خپلو دندو کې ډېر تګړه او ماهر کسان وو. خو د کورنیو جګړو، د مجاهدینو او طالبانو د واکمنیو په جریان کې د افغانستان هوایي ځواک د نورو ارګانونو په څېر تارو مار شو.

دا مهال د امریکا د متحده ایالاتو او ناتو په مرسته د افغانستان د هوایي ځواک د بیرته فعالولو او عصري کولو هلي ځلی روانې دې.

امریکایي جنرال تیموتي ري چې د افغانستان د هوایي ځواک د بیارغونې او فعالولو مسوول دی، نیویارک ته د سفر پر مهال یي د چک جمهوریت د استادانو او ښوونکو له خوا د هیلکوپترو لپاره د افغان پیلوټانو د روزنې هلي ځلي وستایلې.

د چک جمهوریت پوځيان دا مهال د روسیې MI-17 هلیکوپترو لپاره افغان پیلوټان روزې او دغه راز په افغانستان او چک جمهوریت کې د هلیکوپترو د ترمیم او ښه ساتلو چارې هم پر مخ وړې.

جنرال ري د چکي استادانو ښوونه عالي وبلله او دغه راز یي په روسي ټکنالوژۍ کې د دوى مهارت وستایه. دی وایي، د دغو هلیکوپترو په اړه د ناتو پوځيانو په نسبت د چکانو پوهه زیاته ده.

د چک جمهوریت په ختیځ، په پاردوبیڅي ښار کې د ناتو هلیکوپترو د پیلوټانو یو مرکز جوړ شوی دی . د چک جمهوریت صدراعظم پيتر نیچاس تېره اوونۍ واشنګټن ته د سفر پر مهال د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ته په دې اړه یو پلان هم وړاندې کړ.

نیچاس وویل، د امریکا متحده ایالاتو د دغه وړاندیز په اړه مثبت نظر څرګند کړ . جنرال ري هم له چک جمهوریت سره د افغان پیلوټانو د روزنې د همکارۍ د پراختیا ملاتړ کړی دی.

جنرال ري چې په تېر آګست میاشت کې یې د افغانستان د هوایي ځواک د روزنې او رغونې مسوولیت تر غاړې شوی، وایي:

په دې اړه تر اوسه کوم مشخص پلان د ده د مېز پر سر نه شته او زیاتو خبرو ته اړتیا ده.

جنرال ري دغه راز وویل، افغانستان په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې غښتلی او مجهز هوایي ځواک درلود او تر ډېره حده په روسي ټکنالوژۍ ولاړ و. خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان هوایي ځواک ګډوډ شو او رژیم ونه شو کړاى، هلیکوپترې او الوتکي وساتي.

د جنرال ري په وینا، ایتلافي ځواکونو پتېیلې، د افغانستان لپاره داسې یو نوی هوایي ځواک جوړ کړي چې د روسیې او امریکا دواړو الوتکې به په کې کارول کیږي.

د افغانستان هوایي ځواک دا مهال د پلان پر اساس، د پنځه زرو او اته زرو ترمنځ غړي لري. دا کسان په مستقیم ډول په افغانستان کې روزل کیږي خو پیلوټان یي په امریکا، عربي متحده اماراتو او چک جمهوریت کې روزل کیږي .

جنرال ری زیاته کړه ، د ډسمبر میاشت کې به د افغانستان د پيلوټانو د روزنې چارې په افغانستان کې پیل شي.

له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کی د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دا هیواد د هوایي ځواک د الوتکو لږ ترلږه ۷۰ کسیزې عملیې ته اړتیا ولري او ناتو تر اوسه د افغانستان د هوایي عملې ۱۲ کسان روزلي دي.

جنرال ري وایي، په افغانستان کې هوایي ځواک ته د شاملېدو لپاره د افغانانو لېوالتیا ډېره زیاته ده، خو د کاندیدانو د تعلیمي سطحې د ټیټوالي له وجي زیات کسان په هوایي ځواک کې د استخدام یا جذبېدو لپاره ټاکلي معیارونه نه شي پوره کولاى او ردېږي.

دی وایي، پیلوټان باید ښه صحت ولري، دوولسم ټولګی یې باید خلاص کړی وي او په انګلیسي ژبه باید پوه وي او دا ځکه چې انګلیسي ژبه د نړیوال هوایي چلند لپاره معیاري ژبه ده.
XS
SM
MD
LG