افغان کتونکي د استانبول د سیمه يیز کنفرانس پایلو ته هیله نه لري او وايي افغان حکومت ونه توانېد چي په دې کنفرانس کي خپلي اساسي ستونزي بیان کړي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې مسوول حاجي سید داود وايي، هغه څه چي افغان حکومت په استانبول کنفرانس کي وړاندي کړل، نوي څه نه وو او په تیرو غونډو کي هم ویل شوي وو.
د ده په باور افغان حکومت په دې غونډه کي د ګډون لپاره پلان او اجنډا نه درلوده.
تر دې مخکي په هیواد کي موجودو مدني ټولنو ټینګار کړی وو، چي افغان حکومت باید د استانبول په سيمه ييز کنفرانس کې د ګډون لپاره ځانګړی پلان ولري.
د ستانبول سیمیز کنفرانس د چهارشنبې په ورځ د 30 هیوادونو او ټولنو د استازو په ګډون د ترکیې په کوربه توب جوړ شو او هدف یې تر 2014 کال وروسته، چي بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي د امن، سولي او اقتصادي پرمختګ پر لارو خبرې وې.
د سیاسي چارو نور کارپوهان بیا تر دې غونډي وروسته پر خپره شوې اعلامیه انتقاد کوي او وایي، چي په دې اعلامیه کې په سیمه کې د ټولو نا امنیو لامل افغانستان بلل شوى دى.
محمود صیقل ازادۍ راډیو ته وویل:
“ که تاسو د استانبول د اعلامیی دويمه، درېیمه، څلورمه، پنځمه، شپږمه، اتمه، نهمه او لسمه مادې وګورئ، ډېر دې ته اشاره کوي، چي افغانستان په سیمه کي د امنیتي ستونز مرکز دی نه بل ځای”
خو افغان حکومت بیا دغه غونډه د لاسته راوړنو ډکه بولي او وايي، چي ګډون کوونکو هیوادونو پرېکړه کړې، چي د افغانستان د شتو ستونزو په حل کي همکاري کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی د استانبول د بهیر پيل ددې غونډي د یوې لاسته راوړني بیلګه بولي:
“افغان حکومت له نېکه مرغه د استانبول د سیمه يیزو همکاریو له کنفرانس څخه خوښ دی، په دې دلیل چي موږ وتوانېدلو د استانبول بهیر پیل کړو، چي د افغانستان په اړه د هغو نورو غونډو، کنفرانسونو پر خلاف چي په تیرو لسو کلونو کي جوړ شوي، عملي پریکړي او اقدامات هم له ځان سره لري”
ټاکل شوې په راتلوونکې ډسمبر میاشت کي د افغانستان په اړه د جرمني په کوربتوب د بن دويمه غونډه د نړۍ د 90 هیوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.
معصوم میوند- کابل