د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۹

نظرپوښتنه: د اسرائيل اکثريت خلک پر ايران د بريد ملاتړ کوي


د ايران د پوځ لوى درستيز پر خپل هېواد د اسرائيل د هر ډول پوځي اقدام په وړاندې خبردارى ورکړ.

بله خوا د هغې نظرپوښتنې له مخې چې نن خپره شوه- د ايران پر اټومي پروګرام د پوځي بريد لپاره د اسرائيل خلک د خپل حکومت کلک ملاتړ کوي.

د ايران د پوځ لوى درستيز جنرال حسن فېروزابادي نن وويل، اسرائيل به د هر ډول بريد له کبله پښېمانه او په سختۍ سره به مجازات شي.

ده د رسنيو د وروستيو راپورونو په ځواب کې دغه څرګندونې وکړې چې اسرائيل د ايران پر اټومي تاسيساتو د پوځي بريد امکانات څېړي.

په همدې حال کې د هغې نظرپوښتنې له مخې چې د پنج شنبې په ورځ خپره شوه- د ايران پر اټومي پروګرام د پوځي بريد لپاره د اسرائيل خلک د خپل حکومت کلک ملاتړ کوي.

دغه نظرپوښتنه د هغو راپورونو په تعقيب خپرېږي چې ويل شوي د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو هڅه کوي د کابينې وزيران دېته وهڅوي چې دغه ډول يوه بريد ته جواز ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل داسې يو توغندى په برياليتوب سره وازمويه چې فکر کېږي ايران ته د يوې اټومي سرګلولې د لېږدولو وړتيا لري.

د ډيالوګ په نامه د انستيتيوت له لوري د نظرپوښتنې ٤١ فيصده پوښتل شويو کسانو ويلي، دوى د ايران پر اټومي تاسيساتو د اسرائيل د بريد ملاتړ کوي، اسرائيل فکر کوي د ايران دغه تاسيسات د بمونو د توليد لپاره جوړ شوي دي. خو ٣٩ فيصده پوښتل شويو کسانو بيا د دې بريد مخالفت کړى، چې قانوني ستونزې به لري او د ايران له لوري به هم د دې بريد په وړاندې د اقداماتو خونړى خطر ملګرى وي، ٢٠ فيصده کسانو ويلي چې لا زړه نا زړه دي.

په سروې کې له ٤٩٥ کسانو پوښتنې شوې دي.

خو د ايران د پوځ لوى درستيز وويل اسرائيل په اټومي وسلو سمبال ايران نه شي زغملاى او په پرله پسې ډول يې پوځي بريد رد کړى نه دى.

د دغه ډول بريدونو سوابق او تجربې مخکې هم شته، په ١٩٨١م کال کې اسرائيلي الوتکو په عراق کې پر يوه نيمګړي اټومي ري اکټور بمباري وکړه او د دغه هېواد اټومي پروګرام يې دړې وړې کړ.

اسرائيلي جنګي الوتکو دغه راز په ٢٠٠٧م کال کې په سوريه کې هم يوه ساحه تخريب کړه، چې د ملګرو ملتونو اټومي څارونکو په پټه يو جوړ شوى اټومي ري اکتور بللى و.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې خو د ايران پر اټومي پروګرام بريد به اسرائيل ته ډېر ګران کار وي، ځکه د ايران اټومي تاسيسات خواره واره دي، ځينې يې سيار يا ګرځنده دي او يا تر ځمکې لاندې جوړ شوي دي. څرنګه چې دغه تاسيسات په يوه ساحه متمرکز نه دي، دا به د اسرائيل لپاره ډېره ستونزمنه وي چې دغه اټومي پروګرام په يوه هوايي حمله کې له منځه يوسي.


بله خوا د بريتانيا حکومت وايي په دې مسئله کې د خبرو اترو له لارې د حل هڅه کوي، خو ټول اختيارات بايد وازمويل شي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ وويل:

”د بريتانيا حکومت په دې باور دى چې د ايران د اټومي پروګرام د خطر په وړاندې د مقابلې لپاره د فشار او مذاکرو
دوه اړخيزه ستراتيژي غوره لار ده چې د سيمه ييزې شخړې مخنيوى به هم شوى وي“

خو د فرانسې خبري اژانس په حواله، امريکا پر ايران د اسرائيلو د دغه احتمالي بريد د اوازو په وړاندې له څه ويلو ډډه وکړه. سپينې ماڼۍ پرون وويل د ايران د اټومي پروګرام په برخه کې پر ډيپلوماتيک حل ټينګار کوي.
XS
SM
MD
LG