د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د اسټانبول او بن له کنفرانسونو څخه د سولې د عالي شورا غوښتنې


د سولې عالي شورا د اسټانبول او بن کانفرانسونو ته په خپلو سپارښتنو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره تر ډیره د سیمې د هیوادونو او په تیره بیا د پاکستان په همکارۍ ټینګار کړی.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار د دغو دواړو کنفرانسونو له ګډونوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړي.

ښاغلي قاسمیار، چې له ازادۍ راډیو سره یې په یوه مرکه کې خبرې کولې په پاکستان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو ملاتړ ته په اشارې وویل، چې پاکستان په افغانستان کې د بهرنیو لاس وهنو په بندولو کې مهم رول لوبولې شي.

″د سیمې هیوادونه اساسي رول لري او په تیره بیا پاکستان دا ځکه، چې د افغان دولت وسله وال مخالفین هلته دي او د دوی له خاورې تمویلیږي او روزل کیږي.

پاکستان د دې لوبو د میدان یو اصلي لوبغاړی دی، چې کولای شي د بهرنیو لاس وهنو په مخنیوي او د شتو ستونزو او مصیبتونو په هواري کې یو رغنده رول لوبولی شي.″

دې شورا د سیمې او نړۍ له هیوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه په خپلو اوږد مهال ژمنو ودریږي او د سولې په راوستلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د سولې عالي شورا دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ترکیې په اسټانبول کې د افغانستان په اړه سیمه ایز کنفرانس پرانستل شوې.

له دې کنفرانس مخکې د افغان، پاکستاني او ترکي مشرانو شپږمه درې اړخیزه غونډه هم جوړه شوې وه، چې په کې د درې واړو هیوادونو او په تیره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو او د همکاریو په پراختیا خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د یادو شویو مسایلو ترڅنګ د استاد رباني د وژنې د څیړلو په مسالې هم خبرې وشوې.

د سولې عالي شورا بیا په دې اړه په خپله یوه اعلامیه کې له پاکستان نه غوښتي، چې د استاد رباني د وژنې په اړه د تحقیقاتو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او د هغې عاملینو په نیولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي قاسمیار دا باور څرګند کړ، چې په افغانستان او سیمه کې له روان تاوتریخوالي د پاکستان ځینې محدودې کړۍ ګټه ترلاسه کوي، حال دا چې د ده په وینا سوله د ټولو په ګټه ده.

″په افغانستان کې د سولې او ثبات معنی په سیمه او په تیره بیا په پاکستان کې د سولې او ثبات په معنې ده. کله چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، تاسو باور وکړﺉ، چې زموږ ترمنځ سوداګریزې، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې به د هغو ګټو په پرتله، چې ځینې کړۍ یې په کړکیچ کې لټوي لس ځله زیاتې وي.″

د سولې عالي شورا د افغانستان روانه کشاله یو داسې مساله وبلله، چې کورني، سیمه ایز او نړیوال اړخونه لري او د هواري لپاره یې په درې واړو برخو کې هڅې په کارې دي.

د اسټانبول کانفرانس اساسي هدف هم دا ښودل شوی، چې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره یو سیمه ایز میکانیزم جوړ شي، څو د سیمې ټول هیوادونه په هغې کې رول ولوبوي.

خو دا، چې په دې کانفرانس د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره څومره عملي پرمختګونه ترلاسه کیږي اوس یې اټکل ګران بریښي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG