د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ترکیه:هیله ده چې د کابل او اسلام اباد اوسنۍ بې اعتمادي لري شي


ترکېه هیله منده ده، چې نن په دغه هېواد کې د افغان ولسمشر او د هغه د پاکستاني سیال ترمنځ خبرې اترې به د کابل او اسلام اباد تر منځ اوسنۍ بې اعتمادي لري کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ به د همکارۍ نوي صفحه پرانیزي.

افغانستان او پاکستان پریو بل تورونه لګوي چې د وسله والو ډلو څخه ملاتړ کوي.

افغان حکومت په وار وار ویلي، چې د پاکستان استخبارات له حقاني شبکې څخه پر افغان او نړېوالو ځواکونو پراخ بریدونه کوي، مرسته کوي.

یوه ترکې مقام رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې د سیمې موجوده وضیعت په خرابیدو دی او اوس وخت رسیدلی چې افغان او پاکستانۍ لورۍ له یو بل سره خبري وکړې.

دغه مقام چې نوم يې نه دی ذکر شوی ویلي، د افغانستان او پاکستان حکومتونو دا درک کړي چې په اړیکو کې اوسنۍ کړکېچ د هیڅ لوري په ګټه نه دی.

دغه ترکي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي، موږ غواړو چې افغان او پاکستاني مشران په خپلو کې سپیني خبرې وکړي او د هغه په وینا ترکېه هیله منده ده چې دواړه لوري په خپلو کې د همکارۍ یو پرتوکول هم لاسلیک کړي.

تمه کېږي، چې ولسمشرحامد کرزۍ د ترکې د جمهور رئيس عبد الله ګل په منځګړیتوب د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په استنبول کې وویني.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر له وژل کېدو وروسته افغان ولسمشر اعلان کړی چې د سولې هر ډول خبري به له پاکستان سره کوي.

ټاکل شوې، چې له دغو درې اړخیزو خبرو وروسته په استنبول کې د افغانستان په اړه نړېوال کانفرانس هم جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به د هند د بهرنیو چارو وزیر ای ایم کرشنا او د فرانسې او بریتانې د باندنیو چارو وزیران او دی یو شمېر نورو هېوادونو استازي ونډه ولري.

ټاکل شوې وه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن هم د استنبول په کانفرانس کې ګډون وکړي خو هغې د دې لپاره چې مور يې ناروغه ده خپل ګډون لغوه کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا زیاتره افغانان په دې باور دي چې پاکستان د افغان دولت له وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي څو له دغه هېواد څخه د نړېوالو ځواکونو له وتو وروسته په کابل کې خپل نفوذ ټینګ کړي.

په استنبول کې افغان ولسمشر په داسې وخت کې د پاکستان له جمهور رئیس سره غونډه کوي چې اسلام اباد د کابل او واشنګټن تر سخت فشار لاندې څو د حقاني شبکې پرضد ګام اوچت کړي.
XS
SM
MD
LG