د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۸

بریتانيا او اسټرلیا په کابل کې پرونی برید وغانده


د برتانیې صدراعظم دیوید کمېرون، په کابل کې د ناټو د ځواکونو پر کتار د پرونۍ انتحاري حملې په وړاندې سخته کرکه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دا ډول حملې چې لوړ تلفات رامنځ ته کوي یو عمدي تکتیک دی چې هدف یې د افراطي ډلو د ځپلو لپاره له روانو هڅو څخه د افغانانو او نړیوالې ټولنې د پاملرنې انحراف دی.

کمېرون په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، برتانیه او متحدان یې د افغان ځواکونو د روزنې دندې ته ژمن دي او دا به په پرونۍ حمله کې د وژل شویو سرتېرو قربانۍ ته د درناوي تر ټولو غوره لاره وي.

د شنبې په ورځ په کابل کې دارلامان ماڼۍ ته نژدې په انتحاري حمله کې د ناټو ځواکونو یو پوځي کتار په نښه شو چې په نتیجه کې یې د چارواکو په وینا دیارلس امریکايي پوځیان او ملکې کارکوونکې، یو کاناډایی سرتېری او څلور ملکې افغانان ووژل شول.

په همدې ورځ د افغان ځواکونو درې استرالیایي پوځي روزونکې هم په ارزګان ولایت کې ووژل شول.

د برتانیې صدراعظم وویل، چې ده د استرالیا له صدراعظمې جولیاګېلارد سره په خبرو او د امریکا او کاناډا مشرانو ته په پیغامونو کې د دوی د سرتېرو د وژل کېدو په خاطر د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

په ارزګان ولایت کې دېره افغان پوځي چارواکې وايي، چې درې استرالیايي روزونکې د شنبې په ورځ د هغه سرتېري په ډزو ووژل شول چې په ملي اردو کې یې د کار درې کلنه سابقه لرله.

دا سرتېری وروسته په خپله د بهرنیو سرتېرو په ډزو ووژل شو. د افغانستان په څه باندې لس کلنه جګړه کې تر اوسه ۳۲ استرالیايي پوځيان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د استرالیا صدراعظمې د خپل هېواد د پوځي روزونکو له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د استرالیا د پوځي حضور دفاع کړې.

جولیاګېلارډ چې نن د اسټرالیا په پرت ښار کې خبرې کولې وویل، د افغانستان ماموریت د استرالیا د ملي امنیت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

له دې مخکې ولسمشر حامدکرزي، په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن، د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويستې ويلې او د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګېلاني هم دغه حمله چې په دې ډول انتحاري حملو کې یې نړیوالو ځواکونو ته تر ټولو زیات تلفات اړولي، غندلی وو.
XS
SM
MD
LG