د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

هندۍ او چينايي کمپنۍ په داوطلبۍ کې مخکې دي


د کانونو وزير د چين له سفير او د يوې چينايي کمپنۍ له مشر سره
د کانونو وزير د چين له سفير او د يوې چينايي کمپنۍ له مشر سره
د افغانستان د کانونو وزیر پرون وويل، د حاجي ګک د اوسپنې د کان او د افغانستان په شمال کې د تېلو د زېرمو د استخراج د قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره د داوطلبانو په فهرست کې هندي او چینایي کمپنۍ ترټولو مخکې دي، دې مسئلې غربي شرکتونه اندېښمن کړي، چې په دې جګړه ځپلې سيمه کې يې تل له پانګونې ډډه کړې ده.

افغانستان د اټکل له مخې د ٣زره مليارده ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمې لري، چې په هغو کې د سرو زرو، مسو، وسپنې، قيمتي ډبرو، تېلو، ګازو او نورو موادو کانونه شامل دي.

دغه ډول شتمن کانونه به هغه پانګوال چې خطرونه پر ځانونو مني، دېته وهڅوي چې له امنيتي ګواښونو سره- سره پانګونه وکړي.

عنایت الله شهراني په بلجیم کې د کانونو په باب د جوړ شوي کنفرانس په څنډه له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل چې د شپږو کمپنیو په لنډ لست يا نهايي فهرست کې چې د نومبر په پيل کې به د حاجي ګک کان د قرارداد د ګټلو لپاره غوره شي، دوه هندۍ کمپنۍ یا شرکتونه تر ټولو ښه دریځ کې دي.

هغه وویل یوه خصوصي هندي کمپنۍ ده، او بل هم یو کنسورشيم يا د شرکتونو ائتلاف دی چې د هند قوي کمپنۍ میتال هم په کې شامله ده.

ښايي د ډسمبر په پيل کې يو چينايي داوطلب د افغانستان په شمال د اموسيند په ساحه کې د تېلو او ګازو يو قرارداد وګټي.

شهراني وویل، هغه کمپنۍ د داوطلبۍ د ګټلو زيات چانس لري، چې وختي افغانستان ته تللي دي.

رويټرز اژانس ليکي، اسيايي پانګوالو د غربي کمپنيو د اوږدې مودې هيلو د مړاوې کېدو ګواښ زيات کړى، چې په اومه موادو غني هېواد کې تر پانګونې مخکې د ښه خونديتوب او تجارتي شفافيت غوښتنه لري.

د اسيايي کمپنيو پانګونو دا انتقادونه هم پارولي چې د هند او چين حکومتونو خپلو شخصي کمپنيو ته غيرعادلانه تضمين ورکړى او په داوطلبۍ کې يې زياته مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د اروپا د سوداګرۍ خونې موقت مشر رامون مشرف رويټرز ته وويل:

”په داوطلبۍ کې دغه خصوصي کمپنۍ مخکې دي خو له دوى سره د حکومت مالي مرستې ملګرې دي، دغه کمپنۍ هغه خطرونه پر ځانونو منلاى شي چې اروپايي کمپنۍ يې نه شي منلاى“

رويټرز اژانس زياتوي، د بلجيم په دغه کنفرانس کې د هند او چين پانګوال حاضر نه وو، چې په دې باب تبصره وکړي.

افغانستان ژمنه کړې چې د بهرنيو پانګوالو د ورجلبولو لپاره به په قانوني او مالي برخه کې اصلاحات راولي او بهرنۍ پانګونه به د افغانستان خپل صنعيت ته وده ورکړي او په تدريجي ډول به افغانستان پر بهرنيو مرستو خپله اتکا کمه کړي.
XS
SM
MD
LG