د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

خلک: له پوځي موټرو ناوړه ګټه اخیستل کیږي


د خلکو د ډیرو شکایتونو سره سره لا هم له پوځي موټرو څخه د شخصي ګتې اخیستنې بهیر روان دی او د خلکو په خبره تر ډیره دغه موټرونه ترافیکي اصول هم تر پښو لاندې کوي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په پوځي موټرو کې کورنۍ او خلک میله ځایونو ته بیول کیږي، له یوې سیمې بلې ته ګډي په کې وړي ان دا چې کورونو ته په همدې قیمتي موټرو کې لرګي وړل کیږي او کوچنیان ښوونځیو ته رسول کیږي.

دا یوازي عام خلک نه دي، چې په دې اړه شکایت کوي، بلکې د کابل ښار ځینو ترافیکو هم ازادۍ راډیو ته په خبرو کې له دغو پوځي موتړو، چې د ملي اردو او پولیسو له خوا کارول کیږي، د دوی لارښونو ته درناوی نه کوي، بلکې کله نه کله دوی تر ګرېوان نیسي او سپکې سپوري ورته وايي.

“کله چې پر یو طرفه سړک ولاړ یو او هغه دولتي موټرونه او د ادارو کارکوونکی چې پر دې یوه طرفه لارتیریږي مخه یې نیسو، موږ ته وايي، تاسو څوک یاست، څه کاره یاست ؟؟

له خپل زور څخه ګټه اخلي او زموږ سره بد چلند کوي، غواړي چې تیر شي. شکایت مو کړی، چا مو فریاد ته غوږ نه دی نیولی او دوی یې نه دي ورغوښتي.

اشارې لارښوونه کوي، چې سړک له یوې خوا دی او مه داخلیږئ، د پولیسو او اردو رنجرونه چې تیريږي موږ یې په اړه په وار وار مکتوبونه لیږلي، خو دا چې څه ورته وايي، یا نه د دوی کار دی.”

د ملي پوځ ځني افسران وايي، که څه هم دوی له پوځي موترو څخه د شخصي ګتي اخیستني او کارولو مقررات لري، خو په خبره یې چې په ځینو وختونو کې غیري اصولي شخصي ګټه ځني اخیستل کیږي.

د افغانستان د ملي اردو یو افسر حفیظ الله ځینو هغو اصولو ته اشاره کوي، چې له مخي یې اردو له پوځي موټرو څنګه ګټه اخلي.

“قاعده، قانون، اصول او نظام شته او تر څنګ یې د پوځي پولیسو یوه څانګه هم سته، چې هغوی تر ډیره سرغړوني څاري.

کله چې د ملي اردو له موټرو شخصي استفاده کیږي، هغوی نیول کیږي، وسایط یې درول کیږي، اړوندي قطعې ته یې مکتوب لیږل کیږي، پر هغه چې د حقوقو د ریاست له خوا کومه سزا راوزي پلې کیږي.”

خو له دغو اصولو سره بیا هم د پوځي موټرو څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي.

موږ هم لازمه وبلله، چې د دې موضوع د ښه روښانه کولو لپاره د کابل ښار واټونو ته ووزو او له نژدې څخه هرڅه ووینو.

له خپل همکار حمید مومند سره د کابل ښار د ځینو نورو واټونو تر لیدلو وروسته د پول محمود خان څلور لاري ته ولاړم او د ملي اردو هغه موټر مو ولیدی، چې د ښوونځی کوچنیان یې رسول او په باډۍ کې یې هم تعمیراتي مواد بار وه.

د پولیسو په مرسته مو دغه موټر ودراوه او همکار مې ورڅخه د شخصي ګټي اخیستنې پوښتني وکړې.

“حضرت محمد: هو دا د ملي اردو موټر دی، دا کوچنیان مې د اکا له کوره راوسته، موږ ته یې ویلي، چې شخصي ګټه مه اخلی، دا کوچنیانو لاس راکړی.

شخصي استفاده نه کوو، خاوري، خځلي او کډه مې نه ده بار کړې، کوچنیان مې وو او اوس یې کور ته رسوم، د کوچنیانو اجازه هم د وزارت له خوا نسته.”

د دې ترڅنګ د پولیسو له موترو څخه هم یادې ناسمي استفادي کیږي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې ستونزې د مخنیوي په خاطر له خلکو د مرستي غوښتنه وکړه.

دی وايي، خلک دې د پولیسو له موټرو څخه د بدي استفادي پر وخت د پولیسو نوکریوالي 119 شمېرې ته زنګ ووهي.

“له بده مرغه یو شمېر د پولیسو افسران شته، چې د پولسو وسایل او موټر بې مسوولیت د میلي ځایونو ته بیايي، شا او خوا هره ورځ لس یا پنځلس موټرونه نیسو چې بې ځایه ګرځي.

زه له خپلو خلکو څخه هیله لرم، هر وخت چې دوی د پولیسو موټرونه بې ځایه ویني او د دوی د عذاب سبب ګرځي زموږ د پولیسو 119 خدمتګاري نوکریوالي څانګي ته دي ټلیفون وکړي او د رنجر موټر نمبر دې دغي څانګي ته ووايي، چې موږ یې ونیسو او جزا ورکړو.”

د پوځي موټرو څخه د شخصي او غیري اصولي ګټې اخیستني ستونزه یو ځل بیا په داسې وخت یادیږي، چې تر دې څلور میاشتي پخوا د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کریمي له دغو په میلیونونو ډالرو رانیول شوو پوځي موترو څخه د ناوړي ګټې اخیستنې په اړه اندېښنه ښوولې وه.

ښاغلي کریمي ویلي وو، چې د پوځي موټرو او وسایلو سره غیري مسوولانه او بې زړسویه چلند کیږي.

ازادۍ راډیو هغه وخت هم دا موضوع په یوه څېړنیز راپور کې څېړلې وه، خو څنګه چې لیدل کیږي، په دې برخه کې اغیزناک ګامونه نه دي اخیستل شوي او لا هم د لوړپوړو دولتي چارواکو، پولیسو او ملي پوځ له موټرو څخه شخصي ګټه اخیستل کیږي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG