د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۰

د ولسمشر کرزي وروستۍ مرکې لوېديځوال حيران کړي


د ولسمشر کرزي د هغې مرکې په باب چې د پاکستان له يوه خصوصي ټلويزيون سره يې کړې وه او ويلي يې وو، که پاکستان له هر هېواد، له دې جملې هند يا امريکا سره په جګړه کې ښکېل شي، افغانستان به د پاکستان ملاتړ وکړي، بېلابېل عکس العملونه پارېدلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هليري کلېنټن سره تر خبرو وروسته ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان دښمنانو ته يې پناه ورکړې، خو ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ وويل که امريکا له پاکستان سره په جګړه ونښلي هېواد به يې د پاکستان ملاتړ وکړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ولسمشر کرزي پر څرګندونو په خپل تحليل کې ليکلي، ظاهراً ولسمشر کرزي هڅه وکړه د دواړو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ تر زياتېدونکي څو مياشتني کړکېچ وروسته پاکستان ته د افغانستان د ملګرتيا ډاډ ورکړي، په داسې حال کې چې مخکې يې پر اسلام اباد ټينګار کاوه له سخت دريځو وسلوالو سره چې له دغو هېواد څخه د خوندي پناه ځاى په توګه ګټه اخلي او په افغانستان کې بريدونه کوي، خپلې اړيکې پرې کړي.

د ولسمشر کرزي دغه تبصره د شنبې په ورځ د پاکستان له يوه خصوصي ټلويزيون څخه خپره شوه، د ښاغلي کرزي هغه لوېديځ ملاتړي يې ګيچ او حيران کړل چې په تېرو لسو کلونو کې يې د ده د ادارې د پياوړتيا لپاره د مالي مرستې او پوځي ملاتړ لپاره په مليونونو ډالره لګولي.

ولسمشر کرزي له جيو ټلويزيون سره په خپله مرکه کې چې ځينې برخې يې په اردو او ځينې په انګرېزۍ ژبه وې وويل:

”که خداى مه کړه د پاکستان او امريکا ترمنځ جګړه ونښلي، موږ به د پاکستان تر څنګ ودرېږو“

ښاغلي کرزي زياته کړه که پاکستان له خپل پخواني سيال هند يا هر بل هېواد سره پوځي شخړه وکړي افغانستان به د پاکستان ملاتړ وکړي.

ولسمشر کرزي دا هم ويلي ”که پر پاکستان بريد وشو او د پاکستان خلک مرستې ته اړتيا ولري، افغانستان به له دوى سره وي“

ښاغلي کرزي افغانستان د پاکستان ورور وباله.

په کابل کې د امريکا د سفارت وياند ګاوين ساندويل د هغو پوښتنو ته په ځواب کې چې د دغو څرګندونو په باب راپورته شوي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته وويل:

”موږ پوهېږو چې موږ ګډ اهداف لرو او د ګډو ستونزو د حل لپاره ګډ کار ته اړتيا لرو. دا يو له بل سره د جګړې مسئله نه ده، دا د هغو ګواښونو په وړاندې د ګډې مبارزې خبره ده، چې دغه درې هېوادونه [افغانستان، پاکستان او امريکا] ګواښي. دغه ګواښ سخت دريځي وسلوال او تروريستان دي، چې پر افغانانو، پاکستانيانو او امريکايانو بريدونه کوي“

د افغانستان جمهوري رياست د دې مرکې د توضېحاتو لپاره زياتو ولاړو شويو پوښتنو ته ځواب ونه وايه، خو د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د يکشنبې سهار وختي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې رسنيو د ولسمشر کرزي څرګندونې تحريف او غلطې تعبير کړي دي، ځکه د دې مرکې ځينې برخې يې خپرې کړي چې ټول مفهوم نه رسوي:

”د جمهور رئيس پيغام د پاکستان خلکو ته و، ويې ويل که چېرې پر پاکستان حمله کېږي، دا د افغانانو او افغان دولت يو اخلاقي مسووليت دى چې که چېرې د پاکستان خلک پناه غواړي، نو افغانستان به له دوى سره اوږه په اوږه ولاړ وي“

يوه عالي رتبه اروپايي ډيپلومات د نوم د نه ښوولو په شرط نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته وويل:

”زه هڅه کوم وپوهېږم چې ده واقعاً څه ويلي، کاشکې موږ په دې باب وضاحت درلودلاى. دا لومړى ځل نه دى چې [ښاغلى کرزى] دغه ډول جنجال پاروونکې څرګندونې کوي“

دغه ډيپلومات وويل ښايي ولسمشر کرزي به هڅه کړې وي، چې د پاکستان په وړاندې نرمه لهجه وکاروي، ولسمشر فکر کوي د دغه هېواد په همکارۍ کولاى شي وسلوال طالبان د سولې مېز ته راولي.

دغه لوېديځ ډيپلومات وويل: ”د ښاغلي کرزي د څرګندونو دغه طريقه ګټوره نه ده“

حامد کرزي دغه مرکه د جمعې په ورځ وکړه، يوه ورځ وروسته تر هغه چې د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هليري کلېنټن سره په جمهوري رياست کې په يوه ګډ کنفرانس کې راڅرګند شو، مېرمن کلېنټن پاکستان ته خبردارى ورکړ، چې له افغانستان سره پر پوله دې سخت دريځي وسلوال وځپي.

تر دې وړاندې ولسمشر کرزى په نوي ډيلي کې و، د تلې يا ميزان پر ١٢مه يې له هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړ، چې د تړون پر اساس به د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته هند د افغان ځواکونو په روزنه او تجهيز کې مرسته کوي.

دې مسئلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې کړکېچ نور هم زيات کړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په خرابۍ کې نور مسايل هم دخيل دي: د پاکستان له خاورې پر افغانستان د راکټي بريدونو مسئله او د افغان چارواکو له لوري د سولې عالي شورا د مشر برهان الدين رباني په وژنه کې د پاکستان استخباراتي اداره ISI په لاس درلودلو تورنول.

د ښاغلي کرزي دغو څرګندونو په افغانستان کې دننه هم عکس العملونه پارولي دي.

په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو د کميسيون مشرې شکريې بارکزۍ د ولسمشر کرزي د مرکې هغه ټکي چې لوېديځو رسنيو ته جنجال پاروونکي ښکاري توجېه کړې او ويې ويل ولسمشر غوښتل د پاکستان خلکو ته د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړي:

”غوښتنه مې له هغو کارپوهانو چې کښېني يوه موضوع تحليل او بررسي کوي، دا ده ټولو ابعادو ته دې پام وکړي، که تاسې د يوې جملې يوازې يوه خبره رااخلئ، هغه هم ناقصې رااخلئ، اصلي مفهوم به تر پوښتنې لاندې يوسي. کرزي غوښتل د پاکستان خلکو ته خپل پيغام ورسوي“

خو د ولسي جرګې نورو غړو د ښاغلي کرزي دغه څرګندونې بل ډول توجېه کړي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازى عارف رحماني وويل:

”موږ بايد ځانونه په هېڅ کومه جګړه کې ښکېل نه کړو، په خاص ډول د پاکستان په ملاتړ، چې زموږ د ټولو ستونزو سبب دى“.
XS
SM
MD
LG