د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

کلنټن: پر پاکستان مو د ډېر سخت فشار راوستلو اراده کړې ده


هیلري کلنټن وویل، دوی به د پولې دواړو خواو ته د ترهګرو پناه ځایونه تعقیب کړي.
هیلري کلنټن وویل، دوی به د پولې دواړو خواو ته د ترهګرو پناه ځایونه تعقیب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په کابل کې یو ځلې بیا پر پاکستان ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ پر ضد اقدامات جدي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په کابل کې په پاکستان ټینګار ورکړ، چې د ترهګرۍ پر ضد اقدامات جدي کړي او د حل یوه برخه واوسي.

نوموړې په کابل کې له جمهور رییس حامد کرزي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې دوی پر پاکستان د ډیر سخت فشار راوستلو اراده کړې ده.

هیلري کلنټن وویل، دوی به د پولې دواړو خواو ته د ترهګرو پناه ځایونه تعقیب کړي او زیاته یې کړه، چې په دې اړه پاکستان ته څرګند او مهم پیغام لري:

″موږ باید د پولې په دواړو خواوو کې د پناه ځایونو پر ضد اقدام وکړو، یوازې دا کفایت نه کوي چې د پولې اخوا ته ګوته ونیسو.

موږ باید یو ځای کار وکړو، چې دا پناه ځایونه له منځه یوسو، موږ باید د پاکستان حکومت او خلکو ته څرګند او مهم پيغام ولیږو، چې دوی باید د حل یوه برخه واوسي.

دا په دې معنی چې خپل هیواد له ترهګرو پاک کړي، څوک چې د دوی خپل خلک هم وژني او له پولې تیریږي او په افغانستان کې هم خلک وژني.″

له مخالفینو سره روغه ممکنه ده:

هیلري کلنټن له وسله والو مخالفینو سره روغه جوړه ممکنه وبلله خو ویې ویل، چې دوی دې له مخالفته لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون دې ومني او د ښځو او اقلیتونو حقوقو ته دې درناوی وکړي.

هغې د دواړو افغانستان او پاکستان له مشرانو وغوښتل، چې د سولې لپاره خبرې له سره پیل کړي:

″زه له جمهور رییس کرزي سره موافق یم چې د پاکستان همکاري مهمه ده په داسې حال کې چې سخت دریځي د زرګونو پاکستانیانو او افغانانو ژوند اخلي.

نو زه د افغانستان او پاکستان پر مشرانو ټینګار کوم، چې خپلې خبرې له سره پیل کړي، موږ باید په هغو مشخصو اقداماتو تمرکز وکړو، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې ملاتړ وکړي او په پاکستان کې د سخت دریځو پناه ځایونه رد کړي.″

نن ما او د امریکې محترمې خارجه وزیرې، د افغانستان او د منطقې او د افغانستان او د امریکې د روابطو په باب مفصلې خبرې وکړې.دا خبرې رغنده او ښې وې، د سولې پر پروسې خبرې وشوې، د دوی ملاتړ نخښې په کې وې.

ولسمشر کرزی

نوموړې پر پاکستان ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او ویې ویل، پاکستان د هغو کسانو خبرو ته په تیارولو کې چې افغانان باید ورسره مذاکره وکړي، هم روغونکی او هم ورانونکی رول لوبولی شي.

په یاد خبري کنفرانس کې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي وویل، چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیرې سره یې د ستراتیژیکو همکاریو د سند په ګډون په بیلابیلو مسایلو ګټورې خبرې وکړې:

″نن ما او د امریکې محترمې خارجه وزیرې، د افغانستان او د منطقې او د افغانستان او د امریکې د روابطو په باب مفصلې خبرې وکړې.

دا خبرې رغنده او ښې وې، د سولې پر پروسې خبرې وشوې، د دوی ملاتړ نخښې په کې وې، پر ستراتیژیکو روابطو خبرې وشوې او تر هغه سرحده خبرې وشوې، چې انشاء الله افغانستان او امریکا به یې سره امضاء کړي، پر ځینو شرایطو چې امریکا به یې له افغانستان سره ومني او زموږ خبرې مثبتې وې.″

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره دا ځل په داسې حال کې سیمې ته سفر کړی چې پر پاکستان د افغانستان او امریکا فشارونه زیات شوی چې په خپلې خاورې کې د وسله والو مخالفینو د پناه ځایونو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

خو پاکستانیو چارواکو د افغان او امریکايي چارواکو هغه تورونه په کلکه رد کړي چې ګواکي په دغه هیواد کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې پراخ ملاتړ کیږي.
XS
SM
MD
LG