په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړېوالو ځواکونو ويندوي وايي، چې دوي له پاکستان سره د ګډو هدفونو د حصول لپاره هلې ځلې کوي.
د ايساف ويندوي ډګرمن جيمي کمينګز دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د دې شکايت په ځواب کې وکړې، چې د پاکستان له بيا بيا غوښتنو سره سره د افغانستان حکومت او په دې هېواد کې مېشت نړېوال ځواکونه د ملا فضل الله په مشرۍ د پاکستاني طالبانو پرضد اقدام نه کوي.
کمينګز وويل، موږ له پاکستان سره په ګډه کار کوو چې د دايمي ثبات او په افغانستان او د دغه هېواد په شاوخوا سيمه کې د امنيت لپاره خپلو ګډو هدفونو ته ورسېږو.
د پاکستان د پوځ ويندوي پرون(دوشنبې) رويټرز خبري اژانس ته وويل: د اسلام آباد له پرله پسې غوښتنو سره سره په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف پوځيان او افغان امنيتي ځواکونه د مولانا فضل الله پرضد په اقداماتو کې پاتې راغلي دي. نوموړي وويل، دا مسئله د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې روان کړکېچ ښايي نورهم زيات کړي.
پاکستان وايي، د مولوي فضل الله د جنګياليو په حملو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو لږ تر لږه سل سرتېري وژل شوي دي.
دې موضوع د پاکستان پوځ، چې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې د افراطي وسله والو له ګواښ سره مخامخ دي، سخت په غوسه کړي.
خو د افغانستان په خاوره کې د ملا فضل الله د حضور په اړه د افغانستان د ملي امنيت د رياست ويندوي لطف الله مشعل بې خبري څرګنده کړه.
مشعل ازادۍ راډيو ته وويل، چې دی په دې اړه مالومات نه لري چې ملا فضل الله چېري دي خو ده رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې تروريستي ډلې عموماً د پاکستان له خاورې افغانستان ته ورځي او حملې کوي.