تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۳

کلنټن: پاکستان دې د افغانستان ستونزه حل کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وايي پاکستان بايد د افغانستان ستونزه حل کړي، کنه د ستونزې د يوې برخې په توګه به پاتې شي.

هليري کلنټن دغه خبرې په واشنګټن کې وکړې، ويې ويل د افغانستان د سولې او ثبات لپاره له پاکستان پرته بل انتخاب نه لرو او پاکستان نه شو پرېښوولاى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل، چې امريکا نه شي کولاى له پاکستان څخه لاس واخلي، هغې زياته کړه، پاکستان دې يا د افغانستان ستونزه حل کړي، کنه د يوې ستونزې په توګه به پاتې وي.

د مېرمن هليري کلنټن دغه څرګندونې د امريکايي چارواکو د رسمي تبصرو يوه برخه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ څرګندوي.

وروسته تر هغه چې واشنګټن د پاکستان استخباراتي اداره يا ISI د هغو افراطي وسلوالو چې په سپټمبر کې يې په کابل کې د امريکا پر سفارت بريد وکړ، په ملاتړ تورنه کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت زياتې خړې پړې شوې.

خو د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال شجاع پاشا دغه تورونه رد کړل.

د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز اميرالبحر مايک مولين تېره مياشت د امريکا د مشرانو جرګې يوې کمېټې ته په وينا کې حقاني شبکه د پاکستان د اى، اس، اى مټ وباله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په واشنګټن کې د امريکن پروګرس په مرکز کې تر وينا وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته د ځواب ويلو پر مهال زياته کړه، امريکا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره له پاکستان سره له کار پرته بله لار نه لري. هغې د خپلو خبرو په دوام وويل:

”دغه اړيکې ډېرې سختې دي، خو زه ډېره باوري يم، دا هغه شى دى چې موږ ورڅخه مخ نه شو اړولاى او په دې تمه واوسو چې هرڅه به سم شي“

مېرمن کلنټن زياته کړه، پاکستان بايد د ستونزې د حل يوه برخه وي، کنه د ستونزې په توګه به پاتې وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د خپلو خبرو په دوام وويل، دا ډېره خواشينوونکې ده، موږ هره ورځ دغسې مخته ځو، فکر کوم وړاندې تګ مو ډېر کرار دى. ځينې مهال مو پرمختګ له ځينو ستونزو سره مخامخېږي، خو بيا هم موږ سم لوري ته د تګ په حال کې يو“

رويټرز اژانس د خپل دغه راپور په يوه برخه کې ليکي، په واشنګټن کې د امريکايي چارواکو له دې توندې غوسې سره- سره د پاکستان په وړاندې د امريکا په لنډمهالې پاليسۍ کې د پام وړ بدلون نه ښکاري، د هغه هېواد په وړاندې چې په اټومي وسلو سمبال دى او په افغانستان کې دېره بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو لار هم ورڅخه تېرېږي.
​
XS
SM
MD
LG