د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۹

امریکا د ایران پر ضد د نورو ګامونو اخیستلو خبر داری ورکړی


د امریکا متحدو ایالاتو او سعودي عربستان ویلي، چې ایران به په واشنګټن کې د سعودي د سفیر د وژلو د ادعا شوې دسیسې د پلان له عواقبو سره مخامخ شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن د چهارشنبې په ورځ وویل، چې دا په شدت د غصې پارونکی کار دی چې له ایرانیانو سره به یې حساب کتاب وشي.

جوبایډن د امریکا له ( اې بي سي نیوز ) ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې متحد ایالات پر دې غور کوي چې د دې عمل د ځواب لپاره نړېوال نظریات را غونډ کړي.

په واشنګټن کې د سعودي پخواني سفیر شهزاده ترکي الفیصل ویلي، چې ایران به د دې دسیسې د پلان بیه پرې کوي.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن ویلي، چې حکومت به یې د ایران د لا منزوي کولو پر لارو چارو له نورو دولتونو سره مشورې وکړي:

(موږ به په ټوله نړۍ کې له خپلو دوستانو او شریکانو سره په دې اړه مشورې وکړو، چې څرنګه ایران ته داسې یو قوي پيغام ورکولای شو، چې د نړېوالو قوانینو دا ډول تر پوښتنو لاندې کول باید بند کړي .)

د بریتانیې د صدراعظم ویاند ویلي، چې لندن د ایران په ضد د نوېو نړېوالو بندیزونو په اړه له امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو د ادارې ویاندې مایا کوڅینیچک په بروکسل کې د خبرو پر مهال په دې اړه شدیده اندیښنه څرګنده کړه .

دې د ایران په رژیم ږغ وکړ، چې په دې برخه کې د امریکا له عدلي سیسټم سره همکاري وکړي:

(زموږ په باور د امریکا عدلي سیسټم به د دې ادعا شوي جنايي عمل پر څرنګوالي ډير ژر رڼا واچوي.

که چېرې دا تایید شي نو پر نړېوالو قوانینو ستر تیری بلل کیږي، چې جدي نړېوال عواقب به ولري.

موږ د ایران پر حکومت ږغ کوو چې د امریکا له عدلي سیسټم سره همکاري وکړي.)

داسي ویل شوي دي، چې د ایران په حکومت کې شاملو کړېو د دې قتل د دسیسې په بدل کې یو نیم میلیونه امریکايي ډالر ورکول چې یو میلیون یې وار دمخه لا د نیویارک یوه بانک ته رسیدلي وو.

ایراني مقاماتو په دې ارتباط خپرې شوې ادعاوې منحرفونکي بللې دي او په دې هکله یې د ملګرو ملتونو سازمان ته خپل رسمي شکایت وړاندې کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي امریکا ته خبرداری ورکړی، چې له ایران سره دی په لانجه کې ځان نه اچوي ځکه د ده په وینا:

( د ایران پر ولس د لانجې د تپلو پایلې به د هغوي په تاوان وي .)

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت له امریکا څخه مننه کړې چې له ادعاوو سره سم ، په واشنګټن کې یې د دوي د سفیر د قتل د دسیسې د شنډولو لپاره جدي او په وخت اقدام کړی دی،سعودي چارواکو ویلي دا دسیسه:

( په بې شرمۍ د نړېوالو نورمونو تر پښو لاندې کول او له بشري اصولو سره په مغایرت کې ) وه .
XS
SM
MD
LG