د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۷

افغان حکومت د سیمین بارکزۍ دوسیه له سره څېړي


سیمین بارکزۍ وايي، چې دا هیچا نه ده تحریک کړې، چې د نه خوړلو اعتصاب وکړي.
سیمین بارکزۍ وايي، چې دا هیچا نه ده تحریک کړې، چې د نه خوړلو اعتصاب وکړي.

له ولسي جرګې نه د ویستل شوې وکیلې سیمین بارکزۍ د نه خوړلو د اعتصاب یوولس ورځې تیرې شوې، افغان حکومت چمتو شوی، چې د هغې د دوسیې په هکله له سره کتنه وکړي.

په داسې حال کې، چې د سیمین بارکزی د نه خوړلو اعتصاب په یوولسمه ورځ افغان حکومت چمتو شوی، څو د هغې دوسیې له سره وګوري، خو په ولسي جرګه کې ځینې وکیلان بیا دا تور لګوي، چې ځینې کړۍ له دې اعتصابه ناوړه ګټه پورته کوي..

د دغو وکیلانو په وینا، چې د تر ډیره د ولسي جرګې ښځینه غړي دي، د سیمین بارکزۍ دا اعتصاب باید د سیاسي اهدافو ښکار نه شي.

ارین یون او نسیمه نیازۍ د ولسي جرګې دوه هغه ښځينه غړې وې، چې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې یې په دې اړه د اعتراض غږونه پورته کړل او ویې ویل.

″ ۱- ډير ورونه او خویندې دلته جار وهي، موږ د ښځو حقوق مطرح کوو، خو نن د خپلو سیاسي موخو په خاطر د ښځو حقوق مطرح کوي، خو زه له دوی نه هیله کوم، چې له ښځې نه د شعار په ډول استفاده مه کوﺉ، د خپلو سیاسي موخو په خاطر استفاده مه ترې کوﺉ، هغه ښځه افغانه، له پت او له عزت نه ډکه ښځه ده، هیله کوم چې خپل هر ډول سیاسي مطالب مو چې وي له نورو مسایلو نه استفاده وکړﺉ، خو د ښځې حیثیت او ابرو ته په سپکه سترګه مه ګورﺉ.

۲ - د سمین موضوع دومره جنجال بر انګیزه شوې ده، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي، یعنې د سیمینې امنیت نور په خطر کې دی او یوشمېر هغو کسانو چې هغه یې دې حالت ته اړ ایستې دي چې دا دهغې خپله رضا نه وه، هغه مجبوره کړه او حتی وصیت نامه یې ورباندې لیکلې، باید د هغې امنیت وساتي د دې لپاره چې له دغه ټکي نه ځینې کسان ناوړه ګټه وانخلي او هغه حتی ونه وژني او بیا هم پړه په حکومت واچوي نو باید دې ټکي ته توجه وشي.″

ځینې وکیلانې د افغانستان د بیرق لاندې ودرېدې:

د دې ترڅنګ یو شمېر نورې ښځينه وکیلانو بیا د سیمین بارکزۍ نه د ملاتړ په هدف د نیم ساعت لپاره د ولسي جرګې غونډه پریښودله او د افغانستان د بیرق لاندې ودریدل.

ځینې ښځينه وکیلانې په دې باور دي، چې په خپله په ولسي جرګه کې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د سیمین بارکزۍ له اعتصابه د ځان لپاره ګټه پورته کړي، خو سیمین بارکزی دا مساله رد کړه او ویې ویل، چې د چا په خبرو نه تیر وځي.

″د خدای شکر دی، زه په خپله عاقله او بالغه یم هیچا زه نه یم تحریک کړې، کله چې زه پوه شوم چې له قانون نه د ملاتړ ایتلاف ولسي جرګې ته ځي ما فکر وکړ، چې زه یواځې یم او هماغه ساعت مې دا پریکړه وکړه، چې له هغوی نه بیله شم.″

زه هم د یو سیاسون په صفت او د دې په صفت چې زه یو انسان یمه په دې پوهیږم، که چیرې سیمین بارکزۍ خپل اعتصاب پای ته ورسوي دا دوستان به بیا مشوره وکړي، چې څه پریکړه باید وکړو دا به د هغه وخت پریکړه وي.

وزیري

د سیمین بارکزی اعتصاب په ۱۱ مه ورځ، چې ډاکټرانو یې حالت ښه نا باله یو شمېر نور کسان هم له هغې سره په دې اعتصاب کې یو ځای شول.

له دوه ورځو راپدېخوا شپږ تنه نور چې څلور یې محصلین او دوه یې د سیاسي ګوندونو مشران دي له هغې سره په دغه اعتصاب کې برخه اخلي.

ډاکټر طوفان وزیري د ملت ټولنې مشر د دغو شپږ تنو نه یو دی.

″زه هم د یو سیاسون په صفت او د دې په صفت چې زه یو انسان یمه په دې پوهیږم، که چیرې سیمین بارکزۍ خپل اعتصاب پای ته ورسوي دا دوستان به بیا مشوره وکړي، چې څه پریکړه باید وکړو دا به د هغه وخت پریکړه وي.″

د میرمن بارکزۍ دا اعتصاب په داسې حال کې زور اخلي، چې افغان ولسمشر خپله له میرمن بارکزۍ سره خبرې کړي او ورته یې د دوسیو د څیړلو ډاډ ورکړی.

د ملي شورا په چارو کې د دولت وزیر همایون عزیزي رسنیو ته وویل، چې د انتخاباتو کمیسون له ملي شورا، د بشر حقونو، فیفا او مدني ټولنو په رسمي توګه غوښتي څو خپل استازي وروپیژني، څو د سیمین بارکزۍ دوسیه وڅیړي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG