د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۱

ګروسمن: امریکا به پر پاکستان خپلو فشارونو ته دوام ورکړي


ګروسمن په افغانستان کې د وروستیو پیښو په اړه د افغان دولت اندیښنه تایید کړه.
ګروسمن په افغانستان کې د وروستیو پیښو په اړه د افغان دولت اندیښنه تایید کړه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځآنګړي استازي مارک گروسمن نن په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

د ارګ ماڼۍ په وینا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی وایي، چې امریکا به د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د عملي ګامونو د پورته کولو لپاره پر پاکستان خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

مارک ګروسمن د شنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر سره ولیدل او د افغانستان او سیمې په وروستیو حالاتو یې ورسره خبرې وکړې.

له ارګ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې مارک ګروسمن په افغانستان کې د وروستیو پیښو په اړه د افغان دولت اندیښنه تایید کړه.

د ارګ ماڼۍ د بیان له مخې افغان ولسمشر په دې ټینګار وکړ، چې له پاکستان او نورو اړخونو سره خبرې باید مثبتې پایلې ولري، ځکه د ده په وینا افغانان نور نو له روان تاوتریخوالي، ځان وژونکو حملو او ترور نه په تنګ شوي دي.

مارک ګروسمن په داسې حال کې له افغان ولسمشر سره لیدلي، چې په کابل کې وروستیو پیښو، چې په کې د امریکا سفارت په نښه او د سولې د عالي شورا مشر په خپل کور کې ترور شو له اسلام اباد سره د کابل او واشنګټن اړیکې زیانمنې کړي.

د ولسمشر کرزي طرف څوک دي؟

افغان ولسمشر د دې پیښو په غبرګون کې د لومړي ځل لپاره دا په ډاګه کړه، چې د دوی طرف طالبان نه بلکې پاکستان دې.

ښاغلي کرزي ولس ته په خپلې وروستۍ وینا کې دا ومنله، چې له طالبانو سره یې د سولې هلې ځلې ځکه بې نتیجې وې، چې طالبان د سولې واک نه لري او دا واک له پاکستان سره دی.

موږ هېله مند یو، چې د پاکستان حکومت د خپلو خلکو منفعت درک کړي او دواړو هېوادونو ته د سولې او امنیت په راوستو کې زموږ همکار شي.

ولسمشر کرزی

″له دې ټولو ورانیو، بدبختیو او مصایبو سره سره، چې زموږ هېواد د پاکستان لمنه ټینګه کړې ده، چې د افغانستان پر واندې دوه ګونې لوبه او له تروریزم څخه د وسیلې په توګه استفاده دوام لري.

د پاکستان اسلامي جمهوریت، د افغانستان د سولې د تامین په برخه کې له موږ سره همکاري نه ده کړې، چې زموږ لپاره د تاسف وړ خبره ده.

موږ هېله مند یو، چې د پاکستان حکومت د خپلو خلکو منفعت درک کړي او دواړو هېوادونو ته د سولې او امنیت په راوستو کې زموږ همکار شي.″

کابل او واشنګټن دواړه پاکستان د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې په دوه مخې سیاستونو تورنوي او وایي، چې د پولې بلې غاړې ته د وسله والو په خلاف جدي عمل نه کوي.

افغان او امریکایي چارواکي وایي، چې په پاکستان کې دننه د وسله والو خوندي پټن ځایونه په افغانستان کې د شتو ستونزو یو اساسي علت دې.

د افغان دولت یوه بله اساسي غوښتنه د پولې غاړې ته د وسله والو د دغو پټن ځایونو له منځه وړل دي، ځکه د افغان چارواکو په وینا تر هغو، چې دا مرکزونه موجود وي، په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې کومه حتمي نتیجه نه شي ورکولی.
XS
SM
MD
LG