د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۵

افغانستان له هند او پاکستان سره په اړیکو کې انډول ساتلی؟


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون او د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې کړي.



سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو خبره کړې او لیکي، چې په دې تړون کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په ښو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د نفتو په وارداتو ټینګار شوې دې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د انډول د ساتلو په مسالې بحث کړی، چې د ورځپانې په وینا هیڅ اغیز یې نه درلود.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم افغانستان زیاته هڅه وکړه، چې د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې انډول وساتي، خو پاکستان بیا د افغان دولت له دې دریځه ناوړه ګټه پورته کړه.

خو ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې دې نتیجې ته رسیدلې، چې نور نو د دا ډول تګلارې وخت تیر شوې او پکار ده، چې په پاکستان د فشار ټکي وکارولې شي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ زیاتره مطالب د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون او پدې اړه د افغان او هندي لوریو څرګندونو ته ځانګړې کړي.

ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزیر په حواله لیکلي، چې د هند او افغانستان ترمنځ دغه ملګرتیا به د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د لا پراختیا سبب شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې که څه هم دا تړون په یو داسې وخت کې لاسلیک شوې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې دي، خو د ورځپاڼې په وینا په دې اړیکو بحثونه له ډیر پخوا نه روان وو.

ورځپاڼې دا تړون یوه اړتیا بللې او هیله یی څرګنده کړې، چې له دې سره به په افغانستان کې د هند په مرسته پراختیایی پروژې بشپړې شي.

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر کرزي په وروستۍ وینا بحث کړې، چې پکې د ورځپآڼې په باور په هیواد او سیمه کې د وروستیو پیښو په اړه ځینو پوښتنو ته ځواب ویلې شوې.

د ورځپآڼې په باور ښاغلي کرزي ددې پیښو په رڼا کې د افغانستان د سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو په پراخولو ټینګار کړې او ویلي، چې پدې برخه کې د شتو ستونزو د هواري لپاره افغانستان اړ دې، چې له بیلابیلو هیوادونو سره ستراتیژیکې اړیکي ولري.

اوټ لوک انګلسي ژبې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون مسئله راخستې.

ورځپاڼې د افغان ولسمشر په حواله لیکلي، چې له امریکا، اروپا او هند سره به د افغانستان د راتلونکې لپاره له نږدې کار وکړي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د هند د صدراعظم څرګندونې هم راخستي، چې ویلي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG