د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

د افغانستان په چارو کې د ایران اوپاکستان لاسوهنې


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د ایران او پاکستان له خوا د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د ملاتړ مسالې ته ځانګړې کړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې ایران او پاکستان په دې تورن کړي، چې د افغان دولت د کمزوري کولو لپاره د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په وینا ایران د اسلامي ویښتیا په غونډه کې، چې په تهران کې جوړه شوې وه، د طالبانو یو پلاوی هم وربللی و او هڅه یې کړې وه، چې د دې پلاوي او استاد رباني ترمنځ د لیدنې امکانات هم برابر کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا د تهران په منځګړیتوب د طالبانو د پلاوي او د سولې د عالي شورا د مشر ترمنځ لیدنه نه وه شوې او استاد رباني کابل ته له ستنیدو وروسته ترور شو.

ورځپآڼه لیکي، چې د کلونو په اوږدو کې ایران او پاکستان د افغانستان په وړاندې یوه تګلاره خپله کړې او هغه د حکومت کمزورې کول او د دې کار لپاره د مخالفو وسله والو ډلو پیاوړې کول وو.

ویسا، سرنوشت او ځینو نورو ورځپاڼو بیا د افغان ولسمشر په حواله لیکلي، چې د استاد رباني ترور د پاکستان له کویټې ښار سرچینه اخستې.

د دغو ورځپاڼو په وینا افغان ولسمشر دا په ډاګه کړی، که د استاد په وژنه کې د کوم بهرني هیواد ښکیلتیا ثابته شي، نو دا به د دښمنۍ په معنی وي.

خو ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په تهران کې د اسلامي بیدارۍ په کنفرانس کې د طالبانو ګډون ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼې د دې کانفرانس د ځینو ګډون کوونکو په حواله لیکلي، چې د کنفرانس په سالون کې د طالبانو استازي او په تیره بیا سید طیب اغا هم لیدل کیده، چې د طالبانو د رهبرۍ شورا یو مهم غړی دی.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم ځینو افغانانو په دې کانفرانس کې د طالبانو د ګډون په اړه د کانفرانس سکرتریت ته خپل اعتراض وړاندې کړ، خو هغوی پرې غوږ و نه ګروو.

ورځپاڼې د ایران د حکومت دې اقدام ته په اشارې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې ایران هم د ترهګرو ملاتړ کوي او په دې غونډه کې یې د طالبانو په بللو سره دوی یې په رسمیت وپیژندل.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په تهران کې د اسلامي ویښتیا په کانفرانس کې د طالبانو ګډون د تهران د هغو هڅو یوه برخه بللې، چې غواړي له طالبانو سره ژورې اړیکې رامنځ ته کړي.

هیواد او انیس دولتي ورځپاڼو بیا تر ډیره په افغانستان کې د پاکستان په لاس وهنې تمرکز کړې او په دې اړه یې نړیوالو غبرګونونو ته په اشارې لیکلي، چې په پاکستان د ترورستي ډلو د ملاتړ د بندولو لپاره فشارونه مخ په زیاتیدو دي.

هیواد دغو فشارونو ته په پام سره لیکلي، چې پاکستان پرته له دې، چې د ترورزم پر ضد په مبارزه کې صادقانه همکاري وکړي بله لار نه لري، خو انیس بیا لیکلي، چې پاکستاني پوځ د هیواد په ختیځو سیمو د درنو وسلو په حملو سره هڅه کوي د نړۍ پام بلې خوا ته واړوي.

ورځپاڼې افغان دولت او په تیره بیا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستاني پوځ د دغه تیري مساله دې د ملګرو ملتونو سازمان ته وکاږي.
XS
SM
MD
LG