د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

اوباما له خپل ازبک سیال سره افغانستان ته د متبادلې لارې په اړه خبرې وکړې


رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي مقام له قوله په راپور کې لیکي، چې وايي، ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ له خپل ازبک سیال اسلام کریموف سره په ټیلیفوني تماس کې هغه ته د ازبکستان د خپلواکۍ د شلمې کلیزې مبارکي وویله او وروسته دواړو مشرانو په افغانستان کې د امنیت او سوکالۍ په اړه خپل نظریات شریک کړل.

افغانستان ته د اکمالاتي لارې په اړه د خبرو لپاره اوباما له کریموف سره چې حکومت یې د بشري حقونو د سابقې په خاطر تر انتقادونو لاندې دی، وروسته له هغه تماس نیسي چې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي سخت کړکېچن شوي دي.

امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې په وار وار ویلي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره ISI له حقاني شبکې سره چې په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو په بریدونو تورنه ده، اړیکي لري.

د دواړو هېوادو په اړیکو کې کړکېچ په افغانستان کې د دېره نړېوالو ځواکونو د اکمالاتو لپاره د پاکستان د لارې په اړه شکونه رامنځ ته کړي او ځکه امریکايي چارواکي د یوې متبادلې لارې د موندلو په فکر کې دي، څو د پاکستان پر ترانزیتي لاره اتکا کمه کړي.

د سپینې ماڼۍ دې جګپوړي چارواکي وویل، چې متبادله ترانزیتي لاره د اوباما او کریموف د خبرو اترو مهمه موضوع وه.

امریکايي سناتوران په ډاګه وايي، چې باید له ازبکستان سره د امریکا اړیکي ښه شي څو د امریکا پوځ د شمال له لارې چې له ازبکستان څخه تېرېږي په افغانستان کې دېره پوځیانو ته اکمالات وکړای شي.

وروسته له دې چې د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن د پاکستان پر پوځ تور ولګاو چې د وږي په ۲۲مه نېټه په کابل کې د امریکا پر سفارت په برید کې یې د حقاني شبکې ملاتړ کړی و، امریکايي سناتورانو په ډاګه پر پاکستان انتقادونو ته زور ورکړ او دا په داسې حال کې ده چې له اسلام آباد سره د واشنګټن پر کلنیو مرستو هم بیا غور روان دی.

د سنا د تخصیص کمېټې تېره اونۍ هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې پر ازبکستان له بشري حقونو څخه د سرغړاوي په خاطر د امریکا له خوا یو لړ لګول شوي بندیزونه په هغه صورت کې لېرې کېدای شي چې د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلېنټن دا تصدیق کړي چې دا افغانستان ته د یوې ترانزیتي لارې د موندلو لپاره ضروري وو خو دا پرېکړه د کانګرس د دواړو جرګو، یعنې د خلکو د استازو او د مشرانو جرګې تصویب ته اړتیا لري.

د سنا د تخصیص د کمېټې غړي سناتور لېندسي ګراهام په روانه اونۍ کې رویټرز خبري آژانس ته وویل، د متبادلې لارې په صورت کې به په سلو کې پنځوس هغه اکمالات چې اوس د پاکستان له لارې کېږي د ازبکستان له لارې ترسره شي.

ګراهام زیاته کړه، چې دی له ازبکستان سره د یوې نوې هوايي او ځمکنۍ ترانزیتي لارې په برخه کې پرمختګ ته هیله من دی.
XS
SM
MD
LG