د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن پرون وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت پر دې مسلې وروستۍ غور کوي چې په پاکستان کې دیره د حقاني شبکه چې په افغانستان کې د مرګونو حمله مسوله بلل شوې، رسما یوه تروریستي ډله وپیژني او که نه؟
کلینټن چې د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په یوې ګډی خبري غونډه کې په دې اړه څرګندونې کولې وویل، د متحده ایالاتو حکومت رسما د دغې شبکې مهم مشران تروریستان نومولي دي:
(د حقاني شبکې په اړه موږ د څیړنې په وروستي پړاو کې یو چې په اساس به یي حکومت هر اړخیزه پریکړه کوي چې د غه شبکه یوه بهرنۍ تروریستي ډله وپیژني.
د یادونی وړ دهو چې موږ د حقاني شبکې ډیر مشران وار له مخکې تروریستان بللي دي.)
کلینتن دې پوښتنې ته چې ایا د ا د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز له وروستیو څرګندونو سره چې ویلي و، د حقاني شبکه په واقعیت کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې ای ایس ای یوه څانګه ده، هم نظره ده مستقیم ځواب ورنه کړو خو دومره یي وویل، چې دا د هرهغه چا خبری نه شي ردولی چې وایي، له پاکستان سره اړیکې ډیرې پیچلی او ستونزمنی دی، خو کلینتن وویل، دا په دی باور ده چې د دغو ستونزو سره سره باید موږ په ګډه کار وکړو.