د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۸

د وانټ ولسوالۍ اوسیدونکي:په عملیاتو کې ملکیان او زده کوونکي وژل شوي


د نورستان د وانت ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، د دوي په ولسوالۍ کې چې نړېوالو او افغان ځواکونو کوم عمليات تيره اونۍ ترسره کړل ډيری يي په کې ولسي وګړي او د ښوونځيو زده کوونکي وژلي او دوي د خپلو خلکو د پوښتنې په خاطر په وانت کې ښوونځی تړلی او ترهغه به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، چې نړېوالو او افغان ځواکونو ورڅخه بخښنه نوي غوښتي او د دوي نيول شوي مشران او ښوونکي يي نه وي راخوشې کړي.

د نورستان ولايت د وانت ولسوالۍ اوسيدونکي شکايت کوي، چې نړېوالو ځواکونو د دوي په ولسوالۍ کې ولسي وګړي او د ښوونځي زده کوونکي وژلي او د ښوونځي دوه ښوونکي يي ځان سره بنديان کړي دي.

د وانت خلکو وويل لس سړي، پنځه ښځې،شپږ ماشومان او نور کسان وژل شوي،د دولت طرفدارو ځواکونو د خلکو څاروي وژلي، فصلونه يي له منځه وړي او ډير زيانونه يي ولس ته اړولي دي:

(په وانت کې چې کوم عمليات وشول په هغه کې يي طالبانو ته زيان نه دى اړولى او د ولسي خلکو د وژنې وروسته بيرته نړېوال او افغان ځواکونه له سيمي ووتل او ولسوالۍ يي يو ځل بيا وسله والو طالبانو ته حواله کړی.


حکومت او نړېوال ځواکونه چې وايي، دوي پر لسګونو طالبان وژلي دا بشپړ دروغ دي او هيڅ حقيقت نه لري حکومت خلکو ته د څه لپاره دوکه ورکوي او ولې درواغ وايي.)

د وانت اوسيدونکي وايي، په عملياتو کې د ښوونځي څلور زده کوونکي وژل شوي او دوه ښوونکي افغان او نړېوالو ځواکونو ځان سره ژوندي بوولي، چې تر اوسه يي هيڅ پته نشته.

دوي د خپلو وژل شوو خلکو د پوښتنې او د بندي استادانو د راخوشې کولو په خاطر ښونځي تړلي دي او ترهغه به اعتصاب ته دوام ورکړي چې څو يي ښوونکي نه وي راخوشې وي.

په ولسي جرګه کې د نورستان استازي مولوي احمدالله موحد هم ازادۍ راډيو ته وويل، چې په عملياتو کې اتلس تنه ولسي وګړي وژل شوي، يو په کي د حاجي جمعه ګل پر نوم قومي مشر ،څلور زده کوونکي يو شمېر ښځې او ماشومان شامل دي او د ښونځي دوه ښوونکي د دولت طرفدارو ځواکونو ځان سره ژوندي بوولي دي:

(مولوي صاحب رحمت ګل چې د مکتب معلم د يو شمېر نورو خلکو سره يوځای حکومتي ځواکونو نيولى دى، اوس د وژل شوو شاګردانو ملګرو او د سيمې خلکو ښوونځی تړلی دی، ترڅو چې زموږ ښوونکي او مشران را خوشې نه شي او کوم زده کوونکي چې وژل شوي د هغوي پوښتنه ونه شي ترهغې به اعتصاب دوام وکړي)

هغه وايي، که نړېوالو او افغان ځواکونو له عملياتو څخه موخه د وسله والو طالبانو وژل او له هغو څخه د سيمې پاکول وو ، داسې ونه شول د طالبانو پر ځای ولسي خلک د بمونو او مرميو هدف وګرځول او همدا راز يي ولس ته زيات زيان ورسولو.

د نورستان والي تميم نورستانى وايي، تيره ورځ د نړېوالو ځواکونو او د ملي اردو قومندانانو سره د وانت په عملياتو کې د وژل شوو ولسي خلکو او د نيول شوو کسانو د راخوشې کولو پر اړه خبرې کړي دي او هغوي ورته و يلي چې حاجي جمعه ګل دوي نه دى وژلی بلکې دغه کار وسله والو طالبانو ترسره کړى او کوم کسان چې نيول شوي له هغوي يو تن خوشې کړى شوی او له نورو تحقيقات روان دي او ډير ژر به خوشې کړى شي.

تميم وويل دنړيوالو او افغان ځواکونو قومندانانو ورته وئيلي کومو کسانو ته چي ځاني او مالي زيانونه اوښتي هغوي سره يي نقدي مرستي کړي او ټپيان يي ددرملني دپاره روغتون ته رسولي چې تر اوسه تر درملنې لاندې دي.

نړېوالو ځواکونو د علمياتو له لومړى ورځې وئيلي چې عمليات پر بریاليتوب ترسره شوي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پر اړه يي پلټني پيل کړي دي.

خو طالبان وايي، دوي حاجي جمعه ګل نه دى وژلی، کله چې عمليات پای ته ورسيدل او د دولت طرفدار ځواکونه له وانت بهر شول نوي دوي هم د ولسوالۍ شاوخواته راغلل او د وژل شوو کسانو د جسدونو پر راټولو بوخت و،چې د وانت د بازار د دوکانونو شاته يي د حاجي جمعه ګل مړى پيدا کړ.

وانت وايګل ولسوالۍ د نورستان په مرکزي برخه کې د کونړ ولايت د ماڼوګي، وټپور او د شيګل ولسواليو سره په ګاونډ کې پرته غرنۍ ولسوالې ده، چې کومه شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو له کومې جګړې پرته ونيوله او د روانې عيسوي مياشتې پر يو ويشتمه نېټه يي د بيرته نيولو لپاره افغان او نړېوالو ځواکونو عمليات پيل کړل، د دولت طرفدارو ځواکونو ولسوالۍ د دوه ورځو لپاره وساتله، خو پر دريمه ورځ بيرته له وانت څخه راووتل او سيمه يي بيرته وسله والو طالبانو ته پريښوده او اوس د وانت اوسيدونکو په تيرو عملياتو کې د خپلو دوستانو د وژني او د يو شمېر کسانو د نيولو پر خلاف کار بندي اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG