افغان او امریکایې چارواکي وایي، د کابل د اریانا هوټل شاوخوا چې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سی ای اې له خوا کارول کیږي، تیره شپه د ډزو آوازونه اوریدل شوي دي.
تر اوسه پورې د دې پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو چارواکو تایید کړې چې پر دې ودانۍ تیر ماخستن برید شوی.
دوي وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو په اړه یي نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا حمله په داسې حال کې کیږي، چې دوې اونۍ مخکې وسله والو په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر قومندانۍ د راکټونو او نورو وسلو برید وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو د هغه بریدونو پړه د حقاني پر شبکې اچولې او ویلي یې وه، چې دې شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته د امریکایې او افغان ځواکونو پر اهدافو بریدونه پلان کړي وو،خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
ځينو افغان چارواکو د دغو بريدونو خبر رد کړى دى.