د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

امريکا له پاکستان سره مشروطه مرسته کوي


د امریکا د مشرانو جرګې یوې مهمې کمیټې له پاکستان سره د اقتصادي او امنیتي مرستو مشروطه پلوي وکړه. شرط یې دا کیښود چې پاکستان باید له وسله والو ډلو سره د حقاني ډلې په ګډون په جګړې کې همکاري وکړي.

د امریکا د مشرانو جرګې د بودیجې د برخې موافقه لاهم د ټولې سنا تصویب ته اړتیا لري او همداراز د استازیو جرګې موافقه پکې شرط ده.

د سنا دغې کمیټې چې د چهارشنبې په ورځ کله له پاکستان سره د دوه زره دولسم کال په مخه له مرستو سره موافقه وکړه د مرستو اندازه یې څرګنده نه کړه او د مرستې د مقدار ټاکنه یې ولسمشر اوباما ته پریښوده.

د سنا کمیټې سلا وکړه چې د یاغیانو پرضد د پاکستان پوځ ته یو میلیارډه ډالره تخصیص شي خو شرط پکې دا ایښودل شوی دی چې پاکستاني پوځ د حقاني شبکې، القاعده او نورو وسله والو ډلو پرضد عملیات وکړي.

له پاکستان سره د امریکا د مرستو پریکړه د مې له دوهمې وروسته شوې چې پکې په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو او ورسره د اسلام اباد او واشنګتن تر منځ اړیکي خړپړ شوې.
XS
SM
MD
LG