د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۰

امريکا پر پاکستان فشار راوړ چې د حقاني شبکې په وړاندې اقدام وکړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر او د هغې امريکايي سارې، مېرمن هليري کلېنټن
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر او د هغې امريکايي سارې، مېرمن هليري کلېنټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن د يکشنبې په ورځ پر پاکستان ټينګار وکړ، چې د حقاني شبکې په وړاندې اقدامات وکړي، امريکا په کابل کې د خپل هېواد پر سفارت په بريد کې دغه شبکه په لاس لرلو تورنه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکتوريا نولاند وويل، مېرمن کلېنټن په نيويارک کې له خپلې پاکستانۍ سيالې حنا رباني کهر سره درې نيم ساعته ”ډېرې اساسي“ او ”ډېرې څرګندې“ خبرې وکړې، چې ټولې د ټروريزم په وړاندې پر مبارزې څرخېدې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه عالي رتبه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط خبريالانو ته وويل دغه خبرې د طالبانو د متحدې ډلې، حقاني شبکې په باب پيل او پر همدې مسئلې پايته ورسېدې، واشنګټن شک لري چې د پاکستان حکومت د دې شبکې ملاتړ کوي.

د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د امريکا پر سفارت او نورو تاسيساتو په بريدونو کې ١٥ کسان ووژل شول او دې مسئلې د دې پلان شوې غونډې فضا بدله کړه، چارواکي وايي، دا غونډه تر اټکل زياته اوږده شوه.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنګ کې په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر مېرمن کلېنټن ته څرګنده کړه، پاکستان دغه بريد تر دې زيات نه شواى غندلاى، هغې زياته کړه، دغه ډول ټروريزم پاکستان ته هم ګواښ دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه مقام وويل، موږ د حقاني شبکې په وړاندې د اقداماتو لپاره د پاکستان اړتيا ډېره وينو، پاکستان پوهېږي چې حقاني شبکه دوى ته هم خطر پېښوي، دغه يې وخت دى چې پاکستان د دې ډلې په وړاندې اقدام وکړي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفير کامرون مونټر، په څرګنده وويل داسې اسناد او شواهد شته چې د پاکستان حکومت د حقاني شبکې له سخت دريځو غړو سره اړيکې لري، نوموړي د کابل په بريدونو کې هم دغه شبکه په ارتباط تورنه کړه. خو امريکايي چارواکي وايي د پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د دغو اسنادو خبره مطرح نه شوه.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا خبردارى ورکړ، چې امريکا به په پاکستان کې د مېشتو سخت دريځو وسلوالو په وړاندې رښتينى اقدام وکړي.

واشنګټن له اوږدې مودې له پاکستان څخه غوښتي چې د حقاني شبکې په وړاندې اقدام وکړي، امريکا شک لري چې دغه شبکه د پاکستان د استخباراتو يا (ISI) له ملاتړ څخه برخمنه ده.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، دغه عامه نظريات د ټروريزم ضد- دغو دوو متحدانو ترمنځ خړې پړې اړيکې څرګندوي، کله چې په مې مياشت کې د امريکا ځانګړو ځواکونو د اسلام اباد له مخکېنۍ خبرتيا پرته په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو عمليات وکړل، دې مسئلې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې کړې.

ګومان کېږي چې حقاني شبکه به په هغو خونړيو بريدونو کې هم لاس ولري، چې په افغانستان کې شوي، په پام کې ده تر لس کلنې ستړې جګړې وروسته، له افغانستان څخه ناټو د خپلو عسکرو تدريجي وتل پيل کړي.

سخت دريځي وسلوال اکثره مهال له پولو اوړي او په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي، د فرانسې خبري اژانس په حواله، حقاني شبکه چې د پاکستاني او افغان طالبانو يوه نژدې متحده ده، له القاعده سره هم اړيکې لري او يوازې په افغانستان کې بريدونه کوي.
XS
SM
MD
LG