د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۰

د حقاني تروريستي شبکه د سولې د خبرو ملاتړ کوي


د لندن چاپ سنډې ټيلي ګراف ورځپاڼې خپلې يوې ليکنې ته دغه سرليک ورکړى: د حقاني تروريستي شبکه د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي:

ګومان کېده چې حقاني شبکه به د سولې د لومړنيو خبرو ملاتړ نه کوي، چې په جرمني او قطر کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د طالبانو د استازو ترمنځ وشوې، خو د دې شبکې مشر سراج الدين حقاني له رويټرز اژانس سره له نامعلوم ځاى څخه په خپله وروستۍ ټليفوني مرکه کې په څرګنده، د سولې په برخه کې د کوټې د شورا د هڅو ملاتړ کړى دى.

ورځپاڼه ليکي:

ډيپلوماتانو اندېښنه درلوده چې ښايي د کوټې د شورا، چې مشري يې ملا محمد عمر کوي او حقاني شبکې ترمنځ، چې له پاکستان او القاعده شبکې سره اړيکې لري، اختلافات موجود وي، يا هم ښايي د کوټې شورا د طالبانو استازيتوب ونه کړاى شي.

ورځپاڼه د سراج الدين حقاني له قوله ليکي، چې وايي، د دولت ډېرو مهمو چارواکو له مقاومت څخه د لاس اخيستو په صورت کې ورته پېشنهاد کړى و، خو دى وايي موږ دا پېشنهاد ونه مانه، ځکه د دغو هڅو هدف د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو پيدا کول وو.

هغه ويلي، موږ په افغانستان کې هره هغه حل لار منو، چې زموږ د شورا استازي په کې ګډون ولري.

سنډې ټيلي ګراف ورځپاڼه زياتوي:

سراج الدين حقاني د امريکايي چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ويلي يې وو، دى له قبايلي سيمو څخه په استفادې په افغانستان کې پر دېره افغان او بهرنيو ځواکونو حملې کوي، هغه ويلي، اوس هغه ورځې تېرې شوي چې موږ به د غرونو په سمڅو کې پټ وو، اوس په افغانستان کې دننه ځانونه ډېر خوندي احساسوو.

استخباراتي تحليل کوونکي په دې باور دي، چې د حقاني دا خبرې د هغو تبليغاتو يوه برخه ده چې هڅه کوي پر اسلام اباد فشارونه کم کړي.

امريکا د حقاني شبکې ته د اسلام اباد د ستراتيژيک ملګري په سترګه ګوري.

د امريکا له لوري د پاکستان پر حکومت سخت فشار دى، چې په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې په وړاندې اقدام وکړي. اسلام اباد په وار- وار دا غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي، که پر حقاني شبکې حمله وشي، قومي مشران به يې مرستې ته ور ودانګي او په اصطلاح د دې شبکې په جهاد کې به برخه واخلي.

تحليل کوونکو له زياتې مودې هڅه کوله د کوټې د شورا او امريکا د استازو ترمنځ د سولې د لومړنيو خبرو په باب د حقاني شبکې دريځ معلوم کړي، دوى ګومان کاوه، چې د کوټې د شورا او حقاني شبکې ترمنځ به سخت اختلافات موجود وي.

خو د سراج الدين حقاني وروستۍ خبرې که څه هم خلکو ته لږه هيله ورکوي، خو يو شى په ډاګه کوي، چې د کوټې د شورا مهم غړي سره متحد او منظم دي او که کوم توافق وشي، د سولې په ټينګښت کې به مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG