د هنر په نړۍ کې د سپټمبر د یولسمې نېټې حملې او له هغې وروسته د رامنځته شویو پېښو انځور
په امریکا د سپټمبر د یولسمې نېټې حملې نه یوازې د نړۍ د هېوادونو سیاستونه، بلکه د هنر او په تیره بیا د سینما نړۍ هم اغیزمنه کړه.
په نړۍ کې دې بې څارې پېښې او د هغې را وروسته حالاتو زیات فلم جوړونکي او لیکوالان وهڅول، چې دا هر څه له خپل برداشت سره سم انځور کړي.
البته دلته د بحث وړ یوه مسئله دا ده، چې د نړۍ په سیاستونو کې د دې حملې په اړه د بېلابېلو لید لورېو په څیر د سینما په نړۍ کې هم جلا جلا برداشتونه موجود دي.
خپله د امریکا سنیما او لیکوالانو په تیرو لسو کلونو کې د دې حملې او پایلو په اړه یي بېلابېل فلمونه جوړ کړي او په لسګونو کتابونه چاپ کړي، چې په کې تر ډیره حملې زیانونه او قربانیان انځور شوي.
خو اسیایي فلم جوړونکو بیا تر ډیره هڅه کړې هغه څه په خپلو فلمونو کې انځور کړي، چې د دې پېښې د رامنځته کېدو سبب شوي او هغه بدلونونه او ځینې ټولنیزې ستونزې انځور کړي، چې له دې پیښې وروسته رامنځته شوي.
له هالي ووډ وروسته د هند سنیما په نړۍ کې د فلمي صنعت دویمه ستره اداره ده، چې د دې پېښې په اړه یي څو بېلابېل فلمونه تولید کړي.
په دې فلمونو کې د امریکایي هغو برخلاف د سپټمبر له یولسمې نېټې وروسته په ټولنیزو بدلونونو تمرکز شوې او بیا هغه تاوتریخوالې انځور شوې، چې د یوې ځانګړې طبقې په خلاف د امنیتي ادارو د چلند زیږنده وې.
مای نیم از خان د دغو حالاتو انځورونکې تر ټولو مشهور فلم دې، د دې فلم ډایریکټرکرن جوهر د فلم د سوژې په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل:
د دې فلم کیسه په بشپړه توګه توپیر لري او که څه هم دا یوه قانوني ډرامه ده، خو په کې هغه ریښتنې پېښې انځور شوي، چې له دې حملې وروسته رامنځته شوي.
دا د یو ریښتنې اتل کسیه ده دا اتل انسانیت دې او دا کفایت کوي، چې دا فلم باید وکتلې شي.
د فلم هیرو یا اتل د هند د سینما مشهور لوبغاړې شاه رخ خان دې، چې د یو معذور کس په توګه په فلم کې څرګند شوې.
دې تر ډیره په دې فلم کې بیا بیا دا الفاظ تکراروي، چې مای نیم از خان بټ ایم ناټ اې ټرورسټ، یعنې زما نوم خان دې، خو زه یو ټروریسټ نه یم.
که یوازې دې الفاظو ته وکتلې شي، نو له وریا ښکاري، چې ډایریکټر کرن جوهر تر ډیره هڅه کړي، چې د یوې ځانګړې طبقې په وړاندې پورته شوې ستونزې انځور او د هغې د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي.
خپله شاه رخ خان هم له دې فلم نه زیات متاثره شوې او وایي، چې یو ریښتنې پیغام دا دې، چې موږ کولای شو په مینه رامنځته شوې ستونزې هوارې کړو:
د دې فلم جوړولو دا احساس راکړ، چې موږ کولای شو هغه ځوانان او خلک، چې ځینو پېښو له کبله منحرف شوي اصلاح کړو.
په دې فلم کې یو ښه کار دادې، چې موږ کولای شو خپل افکار او عقاید بیان کړو او په دې ډول په تروریزم او هغو بدو پدیدو کابو شو، چې په نړۍ کې پېښیږي.
د مای نیم از خان سربیره ناین الیون، نیویارک او قربان د هند د سینما هغه مشهور فلمونه دي، چې تر ډیره په امریکا د سپټمبر د یولسمې نېټې په حملې د هغې په لاملونو او پایلو څرخي.
د کتونکو په باور نړۍ تل د داسې پېښو په وړاندې زیانمنونکې ده، نو پکار ده، چې سیاستوال، فرهنګیان او ټولن پاله فعالان د داسې پېښو له کبله د رامنځ ته شوي نفرت او کرکې د له منځه وړلو هڅه وکړي.
د دوي په باور دا د دې لپاره ضروري ده، څو انساني ټولنې له هغو بنګوونکو ستونزو وژغورلې شي، چې د کرکې او نفرت له کبله منځته راځي.
دا مسئله په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند په یو څیړنیز رپورټ کې څیړلې.
چې د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې يي د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ