ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ترورزم په خلاف تیره لس کلنه مبارزه ناکامه بللې او لیکلي، چې امریکا او متحدین یی د ترهګرو په ځپلو کې پاتې راغلي.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په دې ټینګار کړی، چې د سپټمبر د یولسمې نیټې پیښه باید بیا مطالعه شي، ځکه د ورځپاڼې په وینا تراوسه پورې د دې حملې لاملونه نه دي څیړل شوي.
ویسا دا انتقاد هم کړی، چې له ترورزم سره په تیره لس کلنه مبارزه کې تراوسه پورې د ترورست مناسب تعریف هم نه دې وړاندې شوې.
ورځپاڼه لیکي، که یو کس یو بل څوک وژني ورته ترورست ویل کیږي، خو ځینې نور، چې بیا کلي او کورونه بمباروي نه یوارې دا، چې ترورست نه دې، بلکې د بشر د حقوقو مدافع بلل کیږي.
ورځپاڼه سپارښتنه کوي، چې له یوې لسیزې وروسته اوس یې وخت دی، چې ترورزم او د هغې لاملونه باید په سمه توګه تعریف شي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه بیلابیل نظرونه خپاره کړي او لیکلي، چې امریکا د القاعده او طالبانو د ځپلو لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې.
ورځپاڼې لیکلي، هر کله، چې د امریکا اهداف ترلاسه شول، نو نه ورسره بیا د افغانستان، ډیموکراسۍ او نه هم د نړیوالو قوانینو غم ورته مطرح دې.
د سرنوشت په وینا امریکا غواړي، چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې روانه جګړه لا اوږده کړي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې د سپټمبر د یولسمې نیټې د لسمې کلیزې په غونډه کې د امریکا د سفیر څرګندونې راخستي، چې ویلي که دوی دلته وي، نو القاعده به نه وي.
ورځپاڼې وړاندې د ریان کراکر په وینا لیکلي، چې امریکا له افغانستان سره اوږد مهاله اړیکي غواړي او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلتیونو د سپارلو معنې دا نده، چې ګواکې دوی له افغانستان سره خپلې اړیکې پرې کوي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د ځینو کارپوهانو په حواله لیکلي، چې افغانستان ته پکار ده، چې د خپلو ملي ګټو په پام کې ساتلو سره تر هغو، چې د هیواد اداره او پوځ پیاوړې کیږي، امریکا ته پوځي اډې ورکړي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو تفصیلي مطلب کې په افغانستان کې د امریکا د حضور مسئله څیړلې.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی، چې په افغانستان کې د امریکا حضور د هیواد له ملي ګټو سره مستقیمه اړیکه لري.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په اړه روانو خبرو ته اشاره کړې او دا باور یی څرګند کړې،چې افغان حکومت لیواله دې، چې له امریکا سره دا سند لاسلیک کړي.
هیواد دولتي ورځپاڼې په خپل بحث کې په افغانستان کې د ترورزم پر ضد په روانې مبارزې انتقاد کړې او لیکلی، چې له دې مبارزې سره ترهګرۍ نه یوازې دا، چې له منځه نده تللې بلکې په بهر کې لا هم پیاوړې شوې.
د ورځپاڼې سپارښتنه داده، چې دا مبارزه باید په بهر کې د ترهګرو په ځالو متمرکزه شي، څو مثبتې پایلې ولري.
د ورځپاڼې په باور فرصت لا هم په لاس کې دې او نړیوالې ټولنې ته پکار دي، چې د بن په دویم کانفرانس کې د افغانانو اصلي ستونزو ته پاملرنه وکړي او د هغو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.