د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

"په تیرو ۵میاشتو کې د کولرا پيښه نه ده ثبت شوې"


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو پینځو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې د کولرا کومه پېښه نه ده ثبت کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې میشتو افغان کډوالو ته په اشاره کې ، په وروستیو کې ویلي چې د کولرا یو شمېر نوې پېښې یې ثبت کړې دي .

دوي ویلي، چې په ایران کې د کولرا د خپرېدو یو عامل ایران ته په غیر قانوني ډول ورتلونکي بهرنیان دي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو څو میاشتو کې په دې هېواد کې د کولرا کومه تازه پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند کارګر نور اغلي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې تقریبا پینځه میاشتې مخکې په غزني کې د کولرا یوه پېښه ثبت شوې وه، خو روغتیايي ډلې ور واستول شوې او ستونزه حل شوه:

(د پاکو اوبو د نشتوالي له امله په ځيني ځایونو کې د اسهالونو خبرونه خپریږي، خو د کولرا کومه پېښه نه ده ثبت شوې، په افغانستان کې تر ۷۰ فیصده زیات خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځېدای شي.

موږ ته د کولرا د خپرېدو په هکله له هیڅ ځای څخه کوم رپوټ نه دی را رسیدلی.)

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د روغتیا وزیرې مرضیه واحد دستجردي پرون وویل، چې په غیرقانوني ډول د بهرنیانو ورتګ په دې هېواد کې د کولرا د ناروغۍ د خپرېدو یو لامل دي.

دې چارواکې په دقیق ډول نه دي ویلي، چې د کولرا څومره پېښې یې ثبت کړې دي، خو د فرانس پریس په حواله، د ایران د روغتیا وزیرې تاکید کړی چې لږ تر لږه دوه نیم میلیونه افغانان په دې هېواد کې اوسي چې ګڼ شمېر یې په غیر قانوني ډول هلته تګ راتګ کوي .

دې ویلي، چې یو محدود شمېر پاکستاني او بنګله دیشي غیر قانوني کډوال هم په ایران کې میشت دي.

د ایران د روغتیا وزیرې ویلي، چې تحقیقات یې پيل کړي دي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د خوراکي موادو په پاک ساتلو کې دقت وکړي، دوي ویلي چې په ایران کې د کولرا د خپرېدو یو بل دلیل ککړ خواړه دي.
XS
SM
MD
LG