د ولسي جرګې معترضو کاندیدانو او د دوی پلویانو چې شمیر یې سلګونو ته رسیده، د انتخاباتو د کمیسیون د وروستۍ پریکړې پرضد یې شعارونه ورکول او ویل یې چې، که اجراییه قوه اوسمهال د ځانګړې محکمې پریکړه نه شي پلي کولی، دا مانا ورکوي، چې د محاکمو نورې پریکړې هم د اعتبار وړ نه دی او باید غیرقانوني اعلان شي.
د معترضو کاندیدانو اعتراضونه او مظاهرې هغه وخت تودې او جدې شوې، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پریکړی له مخې، د ولسي جرګې د نهو تنو غړیتوب باطل او پرځای یې نهه تنه نور د جرګی دغړو په توګه ومنل شول.
″د محاکمو پریکړې نه عملي کیږی، لویه څارنوالۍ د سازشونو له امله غلې ناسته ده، ملت باید تصمیم ونیسي. قضااو محاکم د خدای حکم وړاندې کوي، چې دلته ورپورې خنداګانې کیږي، موږ د قانون سره سم خپل حق غواړو.″
معترضو کاندیدانو د دوی په شعارونو کې ویل، اجراییه قوه باید د ځانګړې محکمې د پریکړې سره سم، د ولسي جرګې د دوه شپته غړو پرځای نور دوه شپیته کاندیدان، جرګی ته ور معرفي کړي.
دوی خبرداری ورکاوه، چې که چېرې د دوی غوښتنوته مثبت ځواب ورنه کړل شو، مظاهرو ته به نورهم زور ورکړي.
خلک وایي، د ولسي جرګې کاندیدانو وښوده، چې دوی له ملت څخه زیات د خپلو ګټو په غم کې دي.
دوی وایي، شاوخوا اته میاشتې کیږي، چې د ولسي جرګې غړي او کاندیدان ټول کله په خپلو کې، هکله له اجراییه قوې او کله له عدلي او قضایي ارګانونو سره شخړو بوخت دي.
خلک وایي:
″ولسي جرګې او کاندیدانو ټوله ورځ د خپلو ګټو په خاطر په شخړو بوخت دي. دوی به ملت ته څه خدمت وکړي.″
خو معترض کاندیدان وایي، دوی د ولسي جرګې د څوکۍ په تمه نه دي، بلکې غواړي د هغو خلکو رایې را ژوندۍ کړي، چې دوی ته یې ورکړي دي.
په دې هکله د جمهور ریيس په وروستي فرمان کې راغلي، چې د ولسی جرګې په برخه کې دا وروستۍ پریکړه ده.