نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په وروستۍ ګڼه کې، وخت ډېر ژتېرېږي، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، که پاکستان له طالبانو اونورو افراطي ډلو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، په افغانستان کې به هیڅکله هم پایدار ثبات ټینګ نشي. او که چیرې له طالبانو سره خبرې واقعا پرمختګ وکړي، طبعا پاکستان به هم ترې ګټه واخلي.
د نیویارک ټایمز په وینا د افغانستان او پاکستان لپاره غټه ستونزه د پاکستان پوځ دی چې تر اوسه طالبانو ته د خپلو اجنتانو او په افغانستان د خپل نفوذ د وسیلې په سترګه ګوري.
دې ته په پام سره که چیرې په پاکستان کې د افراطیانو پرضد هراقدام کیږي، په حقیقت کې به هغه د متحده ایالاتو په پلوي نه بلکه د پاکستان د بقا په ګټه وي.
نیویارک ټایمز وړاندی کښلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل باید د نولسمې پیړۍ د لوبې د احیا په توګه ونه انګیرل شي، بلکه د سیمې هیوادونه پاکستان، هند ، ایران او نور باید د خپل ثبات پخاطر دا اړتیا درک کړي چې په افغانستان کې د ملي حاکمیت او هم په خپلو کې د ملي حاکمیتونو درناوی وکړي او ټینګ هوډ څرګند کړي چې یود بل په چارو کې به مداخله نه کوي.
ترکیه د راتلونکې نومبر په میاشت کې په سیمه ییزکنفرانس کې خپل مهارت او مشرتابه ازموي چې هدف یې باید په همدې مسیر کې د ځینو موافقو رامنځ ته کول وي.
د ماشومانو د ساتنې موسسه:
د ماشومانو د ساتنې موسسې په وروستۍ خپرونه کې د ماشومانو د ساتنې په اړه پرځینو ارقامو یوه لیکنه خپره کړې چې په یوه برخه کې یې لیکي،
وروستۍ څیړڼې ښیي چې د نړۍ په شلو هیوادونو کې چې د روغتیایي خدماتو شاخصونه د نړۍ د روغتیا د سازمان ترمعیارونو ښکته دي یانې د هرو زرو کسانو لپاره دوه روغتیایي کارکونکي وي، د کوچینیانود مړينې اندازه د هغو نورو په نسبت چې شاخصونه یې لوړدي، پنځه چنده زیاته ده.
دغه ارقام چې د نیویارک ترغونډې دوه ورځې د مخه خپاره شوي ښیي چې د ایتوپیا، نایجریا او سیریلیون په څیر هیوادونو کې ملیونونه ماشومان د روغتایي کارکوونکو د کموالي له وجې مري.
خپرونه لیکي، دا مهمه نه ده چې په دغو هیوادونو کې څه شمیر روغتیایي کارکوونکي شته بلکه مهمه داده چې څه شمیر روغتیایي کارکوونکي ماشومانو ته د خدمت په چارو بوخت دي.
د بیلګې په توګه په ایتوپیا کې په سلوکې اویا ښځو ویلي چې دوی د لارې د اوږدوالي له وجې کلینکونو ته نشي تللی. په داسې حال کې چې په سیریلیون، اوګندا او نیجر کې په سلوکې پنځوسوښځو د ورته ستونزې یادونه کړې ده.
د ماشومانو د ساتنې موسسې په خپرونه کې د افغانستان په اړه ویل شوي چې په دې هیواد کې د روغتیایي کارکونکو موجودیت ډیرمهم دی، په وروستیو کې د ښځینه روغتیایي کارکونکو شمیر زیات شوی چې له دې سره په دې هیواد کې د ماشومانو د مړینې کچه هم راټیټه شوې ده.