وسله والو طالبانود شنبې په ماښام څلورتنه هغه تركي انجينران له بند څخه خوشې كړل، چې د تېر ميلادي كال په ډیسمبر مياشت كې يې د پكتيا له ډنډې پټان ولسوالۍ څخه تښتولي و.
دغه څلور تنه تركان چې د پكتيا د ډنډې پټان په سرحدي ولسوالۍ كې يې سرحدي پوليسو ته د ودانيو جوړولو په برخه كې كار كاوه، هغه مهال تښتول شوي و، چې د دې ولسوالۍ له يوې سرحدي پوستې څخه د ولسوالۍ مركز ته پر لاره و.
كه څه هم سيمه اييزو حكومتي چارواكو د دغو څلورو تنو تركانو د تښتونې په هماغه لومړېو څو شپو ورځو كې د دوي د راخوشې كولو ګرمې ژمنې كولې، خو له كابو يو كال ځنډ وروسته اوس وسله وال طالبان وايي، چې ياد كسان يې د كوچني اختر په مناسبت د اسلامي او بشري خواخوږۍ په اساس خوشې كړي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په استول شوي خبرپاڼه كې ويلي، چې دغه څلور تنه يې د پكتيا د څنګلوري ولايت پكتيكا په ارګون ولسوالۍ كې خوشې كړي دي او خبرپاڼه زياتوي چې دغه كسان يې پرته له كومې معاملې د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې كړي دي.
د وسله والو طالبانو په خبره كړې خبرپاڼه كې دا غوښتنه هم شوې ده، چې له دې وروسته دې بهرني او کورني کاريګر د دوي په ټكو له بهرنيو اشغالګرو سره په شرکتونو او مؤسساتو کې كې خپلې دندې پرېږدي او له دې همكارۍ دې لاس واخلي.
د پكتيا سيمه اييز حكومتي چارواكي د دغو څلور تركانو د خوشې كېدو په اړه ناخبره دي او زياتوي چې دغه تښتول شوي كسان رښتيا هم په پكتيا كې نه دي خوشې شوي.
دوي زياتوي، تر دې مهاله د دغو كسانو په اړه هيڅ معلومات نه لري.
بل خوا د پكتيكا ولايت حكومتي مسوولينوهم تر دې مهاله څه نه دي ويلي چې ايا دغه تښتول شوي كسان رښتيا هم په پكتيكا كې خوشې شوي دي.
د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان وويل، چې تر دې مهاله نه ده معلومه چې ايا دغه كسان رښتيا هم خوشې شوي دي او كه څنګه؟
هېره دې نه وي ، دا لومړى ځل دى چې په پكتيا ولايت كې د يوه بهرني هېواد كاريګر له تښتونې وروسته را خوشې كېږي.
دغه څلور تنه راخوشې شوي تركان، د تېر ۲۰۱۰ ميلادي كال د ډیسمبر په شپږ ويشتمه نېټه، د پكتيا ولايت په سرحدي ولسوالۍ ډنډې پټان كې تښتول شوي و، خو د وسله والو طالبانو په وينا دغه كسان دوي له ځانه سره ساتل او له اوږده ځنډ وروسته يې د پكتيكا ولايت په ارګون ولسوالۍ كې خوشې كړل.
لمر نيازى - پكتيا