د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۲

"په ولسي جرګې کې د قانون او دیموکراسۍ جنازه پورته شوه"


په افغانستان کې قانون او دیموکراسي نشته او په دې هېواد کې میشت بهرنیان له یوه دیکتاتور حکومت څخه ملاتړ کوي.

دا خبره د کندهار اوسیدونکې محمد نعیم لالي حمیدزي رویټرز خبري اژانس ته کړې. هغه وايي د شنبې په ورځ په ولسي جرګې کې د نهو غړو د لوړې له مراسمو سره د قانون او دیموکراسۍ جنازه پورته شوه.

هغه ويلي، چې د پارلمان یو سلو څلویښتو غړو ژمنه کړې، چې دا پارلمان به تحریموي .

یو شمېر هغه معترض کاندیدان چې په تیرو څو میاشتو کې یې څو څو ځلې د ځانګړې محکمې د حکم د تطبیق لپاره مظاهرې کړي دي، ولسي جرګې ته د نوېو وکیلانو د ور ننوتو هرکلۍ کوي خو وايي، د محکمې د حکم د بشپړ تطبیق لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام وکړي.

له دغو معترضو کاندیدانو نه یوه یې محمد داود سلطانزوی ازادۍ راډیو ته وویل، په دې اقدام سره د انتخاباتو د روانې لانجې یوه برخه حل شوه.

د شنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا له نهو نویو اعلان شوېو وکیلانو څخه اتو یې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د لوړې مراسم ترسره کړل. نهم تن یې په بهر کې و، چې په راتلونکې کې به دغه مراسم پرځای کړي.

له دې سره د ولسي جرګې نهو برحالو وکیلانو خپله څوکۍ له لاسه ورکړې.

د ولسي جرګې غړي چې د دې مسالې په اړه له پخوا نه په څو ډلو ویشل شوي وو، په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

یوه وکیله شکریه بارکزۍ پرته له دې چې مشخصه کړي وايي، ځینې داخلي او بهرنۍ کړۍ د روان نظام سقوط ته مټې بډ وهلي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د تیر کال له انتخاباتو وروسته چې د نا امنیو له امله په ځینو سیمو کې تر سره نه شول، یو شمېر کاندیدانو په دغو انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې وکړې.

ولسمشر حامدکرزي چې د دې ادعاو د څیړنې لپاره ځانګړې محکمه منظوره کړې وه، د دې محکمې پریکړه یې بیرته د یوه فرمان له مخې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته راجع کړه.

ځانګړې محکمې دوه شپیته معترض کاندیدان بریالي اعلان کړي وو، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یوازې نهه تنه ولسي جرګې ته ور وپيژندل او په رسمې توګه یې د ولسي جرګې غړیتوب ترلاسه کړ.
XS
SM
MD
LG