د ايران دې هڅو چې د خپلو اټومي پروګرامونو په باب يې د شفافيت څرګندولو هڅه کړې، د لوېديځو هېوادونو بدګومانۍ پارولي دي.
د اتريش په مرکز ويانا کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې يوه معتبر ډيپلومات ويلي، د ده په باور د ايران هڅو يوځل بيا دا اندېښنې پيدا کړي، چې دغه هېواد غواړي له خپل اټومي پروګرام څخه په پوځي برخه کې ګټه واخلي.
دې ټکي ته به په هغه راپور کې اشاره وشي، چې په راروانو ورځو کې به د دې ادارې غړو هېوادونو ته وړاندې شي.
دغه لوېديځ ډيپلومات رويټرز اژانس ته ويلي، دا به تر مخکېني راپور ډېر شديد وي، ځکه په دې کې د ايران د اټومي پروګرام د پوځي اړخ په باب څرګند مسايل شته، چې تر اوسه ځواب نه دى ورته ويل شوى.
يوه بل ډيپلومات د ايران د اټومي پروګرام په باب وويل، تهران نه دى توانېدلى چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې اساسي اندېښنو ته ځواب ووايي، بلکې ايران غواړي ”پر وخت لوبه وکړي“.
لوېديځ هېوادونه ادعا کوي چې ايران غواړي له خپل اټومي پروګرام څخه د اټومي وسلو په جوړولو کې استفاده وکړي، خو ايران دغه تورونه ردوي او وايي دغه پروګرام يې د انرژۍ د توليد لپاره دى.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې په مخکنيو راپورونو کې له ايران څخه غوښتل شوي وو، چې د دې ادارې څارونکو ته اجازه ورکړي، څو د ايران د اټومي پروګرامونو اړوندې ساحې، ماشينونه، اسناد او اشخاص وګوري، خو ايران مخکې د دې ادارې دا غوښتنه نه وه منلې.
ايران ايله تېره مياشت په يوه حرکت کې په دې نيت چې ګواکې د دې هېواد په اټومي فعاليتونو کې سل په سلو کې شفافيت شته، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې څارونکو ته اجازه ورکړه، چې د دغه هېواد عمده اټومي تاسيسات وګوري.
لوېديځ چارواکي وايي، ايران يوازې له پخوانيو تاکتيکونو کار اخلي، چې هدف يې د نړيوالو فشارونو شنډول دي. په داسې حال کې چې بيا يې هم خپل حساس اټومي پروګرام نه دى درولى.
دغه لوېديځ ډيپلومات رويټرز اژانس ته ويلي، د ايران وروستيو هڅو او تېرايستنې د ايران د اټومي پروګرامونو په باب د اټومي انرژۍ د ادارې شکونه ختم کړي نه دي. ځکه ايران لا هم د يورانيمو د غني کولو فعاليتونه نه دي بند کړي.