د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۹

په تهران کې سنيان د جوماتونو د جوړولو حق نه لري


د ايران په پايتخت تهران کې سنيانو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د اختر لمونځ وکړي.

د اختر لمونځونه د ايران د مذهبي مشر ايت اله خامنه اي په امامت ترسره کېږي او د نوي قانون له مخې، سنيان بايد د هغو عباداتو پيروي وکړي، چې شيعه ملايان يې امات کوي.

په تهران کې عيسويان او يهودان عبادتځايونه لري، خو سنيانو ته کوم جومات نه شته.

ايران چې يو شيعه مذهبه هېواد دى اقليت سنيانو ته يې امر کړى چې په تهران کې دې د اختر جلا لمونځ نه کوي.

د انګلستان چاپ ګارډين ورځپاڼه ليکي:

په بدل کې له سني مسلمانانو غوښتل شوي، چې په يوه شيعه ملا پسې اقتدا وکړي، دا هغه مسئله ده چې د دوى له مذهبي اعتقاداتو سره په ټکر کې ده.

د ايران په پلازمېنه تهران کې په سلګونو پوليس موظف شوي وو، څو هغو کورونو ته د سنيانو د ننوتلو مخه ونيسي، چې دوى د کوچني اختر د لمانځه لپاره کرايه کړي وو.

په زاهدان کې د سنيانو يو امام شيخ عبدالحميد اسماعيل زهي وويل، د ايران پوليسو له ځينو سني عالمانو تعهد اخيستى و، چې د اختر له لمانځه دې تېر شي. په ايران کې مېشت افغان کډوال هم وايي په زياتو سيمو کې د دوى د لمانځه مخنيوى وشو او ځينو کسانو خو اصلاً د اختر لمونځ ادا نه کړ.

په وروستيو لسيزو کې ايراني چارواکو په تهران کې د سنيانو لپاره د جوماتونو د جوړولو مخنيوى کړى، که څه هم د نورو اقليتونو لکه عيسويانو او يهودانو لپاره په تهران کې کليسا او نور عبادتځايونه شته، خو د ايران په پلازمېنه کې د سنيانو کوم مسجد نه شته.

شيخ عبدالحميد اسماعيل زهي د لمونځ کوونکو يوې ډلې ته په خبرو کې وويل، د ايران د ځينو لويو ښارونو په ځينو برخو کې سني اقليتونه د جمعې د ورځې او نورو لمونځونو لپاره له ستونزو سره مخامخ دي:

”د دنيا په کوم ځاى کې تاسو ليدلې چې خلک له جومات څخه راګرځول شوي وي، موږ نه پرېښودل کېږو چې په تهران کې مسجد جوړ کړو، په روسيه، اوکراين، المان او د نړۍ په زياتو برخو کې مسلمانان جوماتونه لري، هغه که سنيان دي که شيعه ګان. تاسو تر اوسه اجازه نه ده راکړې چې موږ په تهران کې کوم جومات جوړ کړو. د وحدت او يووالي خبرې کېږي که سنيان کوم جومات ونه لري، دا مسئله تاسې څنګه توجېه کوئ؟“

د انګلستان چاپ ګارډين ورځپاڼه ليکي، د اساسي قانون له مخې بايد د ايران ټولو مذهبي اقليتونو ته درناوى وشي. څو ورځې مخکې د سنيانو ځينو استازو په يوه ليک کې د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد څخه وغوښتل چې سنيانو ته دې اجازه ورکړل شي، څو د کوچني اختر لمونځ جلا ادا کړي.

د ايران په جنوب ختيځ ښار زاهدان کې د سنيانو امام شيخ عبدالحميد اسماعيل زهي د ايران له مذهبي مشر، ايت الله علي خامنه اي څخه غوښتي، چې د ځينو چارواکو غيرقانوني او له تبعيض ډک چلند ته دې اجازه نه ورکوي، چې په بېلابېلو پلمو د سنيانو د اختر د لمانځه مخنيوى وکړي:

”د شيعه ګانو عالمانو او د مشرتابه مقام ته وايم، له رهبرۍ څخه مو د زړه سوي تمه درلوده، چې د سني او شيعه ترمنځ د پلار غوندې فرق ونه کړي، هغه ليکونه چې موږ ورلېږو او شکايت کوو، نارې وهو، چې زموږ فرياد ته ځواب راکړي“

ايران تل د دې مسئلې ستاينه کوي چې ګواکې سنيان او شيعه ګان دغلته د يو بل تر څنګ په پوره تفاهم کې ژوند کوي، خو په وروستيو کې سنيان د ايران د رژيم د ځپونکو فعاليتونو له لاسه شکايتونه لري.

د ايران اسلامي جمهوريت د دغه هېواد د جنوب په وروستيو بمي حملو کې سنيان په لاس لرلو تورنوي.

ګارډين ورځپاڼه زياتوي، په ايران کې پر نورو مذهبي اقليتونو هم محدوديتونه شته، د ايران بهاييان د زده کړې او دندې له حق څخه بې برخې دي، د خپلو اعتقاداتو له کبله مجازاتېږي. موده مخکې د بهاييانو اووه تنه مشران په شلو کلونو بند محکوم شول.
XS
SM
MD
LG