د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۳

په استرلیا کې د افغان کډوالو برخلیک لا څرګند نه دی


د استرالیا سترې محکمې پرون د دې هېواد د حکومت د هغې پلان مخه ډب کړه چې یو شمېر پنا غوښتونکي یې مالیزیا ته استول . دا د استرالیا حکومت ته دروند ګوزار بلل کېږي .

محکمې ویلي ، دا پنا غوښتونکي یو داسې هېواد ته نه شي استول کیدای چېرې چې د دوي د خوندیتوب لپاره قوانین موجود نه وي .

د استرالیا حکومت هیله لرله چې اته سوه کډوال به مالیزیا ته واستوي .

خو ددې هیواد سترې محکمې ویلي د هیواد د قوانینو له مخې یې حکومت تر هغې بل هیواد ته پنا غوښتونکي نه شي استولی تر هغې چې په دریېم هیواد کې د پنا غوښتونکي د خوندیتوب تظمین و نه اوسې .

د استرالیا د سترې محکمې د پریکړې په لنډیز کې راغلي دي هیواد یې باید د پنا غوښتونکیو په برخه کې نړیوالو او سیمه ایزو قوانینو ته پابند و اوسي .

د بشري حقونو ډلو او د کډوالو په برخه کې کارکونکیو هم د استرالیا د سترې محکمې ددې پریکړې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي مالیزیا د پنا غوښتونکیو لپاره خطرناک هیواد دی او دې هیواد ته د کډوالو استول د استرالیا قانوني ژمنتیاوو سره په ټکر کې دي .

د دوو افغانانو وکیلانو چې قضیه یې دسترې محکمې د پریکړې په محور کې وه د مالیزیا او استرالیا د حکومتونو پر هغه توافق سخت انتقاد وکړ چې له مخې یې غیري غیرې قانونې کډوال مالیزیا ته استول کیدل .

سترې محکمې هم ددې استونې پر خلاف پریکړه وکړه ، او وویل شول چې داسې کړنه د مهاجرینو په وړاندې د استرالیا قانوني تعهداتو ته زیان رسوي.

د سترې محکمې دا پریکړه د استرالیا د حکومت لپاره چې د غیرې قانونې کډوالو له ستونزې سره مخ دی مایوسه کونکي وه . ددې هیواد د کډوالو د چارو وزیر کریس بوین وویل د سترې محکمې پریکړې نهیلی کړی دی .

د استرالیا حکومت په تیره میاشت کې اعلان وکړ چې غواړي وروسته له دې ټول هغه کډول چې د سمندر له لارې استرالیا ته ورځي مالیزیا ته واستوي ، ځکه دغه کډوال ډیر د مالیزیا له لارې د استرالیا اوبو ته داخلیږي .

د همدې پلان له مخې دوه اونۍ د مخه د څو افغانانو په شمول یو شمیر کډوال مالیزیا ته واستول شول خو د دوی یو وکیل په محکمه دعوه وکړه او ویې ویل چې مالیزیا ته استول شوي کسان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي .
XS
SM
MD
LG