روسیې او چین نن وویل، د لیبیا په اړه په پاریس کې د پنجشنبې د ورځې نړیوال کنفرانس ته به استازي واستوي.
د روسیې خبري رسنۍ وایي، په دي کنفرانس کې به د روسیې استازیتوب د افریقا لپاره د جمهور رئیس دیمتري میدويدیف خاص استازی میخایل مارګلیفوف وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دي وزارت مرستیال ژاى جون به د چین د حکومت د ناظر استازي په توګه په کنفرنس کې برخه واخلي.
د لیبیا په اړه ددي کنفرانس مشري به د فرانسي جمهور ریيس نیکولاس سارکوزي، د انګلستان صدراعظم ډيویډ کامرون او د لیبیا د انتقال د ملي شوری مشران وکړي.
ټاکل شوي چې دغه کنفرانس ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون هم ورشي او د لیبیا د بیا رغووني او پراختیایي کارونو لپاره د نړیوالو مرستې راجلب کړي.
روسیې او چین په لیبیا کې د ملیاردونو ډالرو پانګونه کړې ده.
دا دواړه هیوادونه د ملګرو ملتونو امنیت شوری کی د ویتو صلاحیت لري او په لیبیا باندي د ناتو د پوځي عملیاتو په پریکړه لیک باندي له رایي ورکولو څخه ډډه کړې وه.