افغان امنیتي چارواکو پر خلکو غږ وکړ، چې د وسله والو مخالفینو پر ضد دې چې له دوي سره زور زیاتی او ظلم کوي، یو لاس شي.
د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف اله مشعل د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د وسله والو مخالفینو پر ضد د خلکو دا خوځښتونه کولای شي چې د هېواد په امنیتي وضیعت کې مثبت بدلون راولي:
«کومه پیښه چې د هلمند په ولایت کې شوې وه، پرون د غزني په ولایت کې هم وشوه، تیره ورځ د غزني په ولایت کې دوو وسله والو مخالفینو چې په زور او جبر یي له خلکو عشر او زکات اخیسته ، یو یي د خلکو له خوا وژل شوی اوبل یي ټپي شوې دی، هیله ده د ظلم پر وړاندې ورته خوځښت په نورو سیمو کې وشي.»
په غزني سربیره ، څو ورځې مخکې د هلمند په ولایت کې هم خلکو دوه وسله وال مخالفین په وهلو وهلو وژلی وو او د هلمند پېښه داسې وه، چې ویل کیږي، وسله والو مخالفینو د هغه ولایت د ناوې په سیمه کې یو سپین ږیری چې د تراویح له لمانځه وروسته د کور پر لوروان و ، دوو وسله والو مخالفینو وواژه، خو د وژل شوې کورنۍ او د کلي خلکو ، هغه وسله وال مخالفین موندلی او دواړه یي په وهلو او ټکولو وژلی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د خلکو دا ډول حرکت ستایي او هیله ښيي چې خلک دې د هېواد په هره سیمه کې د وسله والو مخالفینو د ظلم پر وړاندې ورته غبرګون وښيي.
د دی وزارت ویاند صدیق صدیقی وایي:
«د غزني زړه ورو خلکو یو ځل بیا وښوده چې وسله وال مخالفین نه شي کولای چې ظلم پرې وکړي او په زور او شکنجه ورڅخه عشراو زکات ټول کړي تیره شپه یوولس بجې د هغه ولایت د دریمې حوزې د پیرزاده په کلي کې دوو وسله والو مخالفینوغوښتل خلک شکنجه او په زورور څخه عشر او زکات واخلي په نتیجه کې دواړه وسله وال د خلکو له خوا وهل کیږي چې یو یي مري او بل تښتي، هیله ده ټول خلک د وسله والو د ظلم پر ضد ورته عمل وکړي. »
سربیره پردی لږه موده مخکې د هېواد په شرقي سیمو کې قومي مشرانو او سپین په یوې قومي غونډه کې پریکړه کړې چې وسله والو مخالفینو ته به نوره دا اجازه ورنه کړي پر دوي ظلم وکړي او یا د دوي د سیمو امنیت ګډوډ کړي.